1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوروړيتوب په شخړه کی د آتن لخوا نوي تهدیدونه

محمد قاسم نوري / آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۳, شنبه

هغه کوښښونه، چي لږ تر لږه د مؤقت وخت دپاره د یونان د پوروړيتوب د سیاست په شخړه کي لفظی کشمکشونه راکم سي، د اوس دپاره د ناکامۍ سره مخاخ سوي دي. د یونان د دفاع وزير بیرته لفظي حمله کړې ده.

https://p.dw.com/p/1EqoH
انځور: Louisa Gouliamaki/AFP/Getty Imagesreek Ministry of Defence

د یونان د دفاع وزير پانوس کامینوس پر خپلو هغو تهدیدونو باندي ټینگار کړی دی، چي که د ده هيواد د « یورو د زون» څخه وایستل سي، نو مهاجرین به شمالي اروپا او خاصتأ جرمني ته واستوي. بیا نو د دغه ښې اړخي انیل گوند د مشر په خبره، چي المانۍ ورځپاڼي «بیلډ» ته یې کړې ده، هیڅ نوع توافق او قرارداد اعتبار نه لري.

په عین حال کي کامینوس د یورو د زون څخه د ده د هیواد د ایستل کیدو په صورت کي د یوه زنځیري چپه کیدو د حالت څخه اخطار ورکړی دی. د دفاع وزير ویلی دي، چي که یونان په اصطلاح وچاودل سي او داسي حالت ورپيښ سي، بیا نو د هسپانیې، ایټالیا او یو وخت پخپله د جرمني نوبت رارسیږي، ځکه نو باید د «یورو د زون» په دننه کي د حل یوه لار پیدا سي.

د مالېي پر وزير شويبله باندي حمله

د یونان د دفاع وزير په خپلو خبرو کي تر ټولو ډیر د جرمني د مالېي وزير ولفګنګ شويبله تر حملې لاندي ونیوی اوویې ویل، چي شويبله د یونان پر ضد رواني جنگ پر مخ بیايي او پدې ډول سره د دواړو هيوادونو تر منځ مناسبات خرابوي او زهري کوي. کامینوس د جرمني د مسيحي دموکراټانو په گوند کي د حزبي کومکونو او بسپنو په رسوايۍ کي د شويبله لاس درلودلو ته اشاره وکړه اوویې ویل، چي « په یونان کي د اداري فساد او اختلاس پر ټولو انتقادونو سربیره، داسي نده، چي جرمني او ښاغلی شویبله د هر څه څخه پاک دی.»

د جرمني او یونان د مالېي وزيرانو شويبله او واروفاکیس په فبروري کي په برلین کي سره لیدلي وه: په دغه لیدنه کتنه کي واروفاکیس وعده ورکړې وه او ویلي یې وه، چي د دې دپاره چي د اروپا د مرکزي بانک، اروپايي ټولني او بين امللي وجهي صندوق «یا پخوانې ترویکا» اعتماد راجلب سي، حکومت تیار دی، چي خپلي د انتخاباتي مبارزې د وعدو د يوې برخي عملی کول وځنډوي. د ده گوند سوریڅا د دې دمخه په جنورۍ کي د یونان په پارلمان کي ټینگار کړی ؤ، چي د هغه لخوا رهبري سوی حکومت به د ترویکا سره موافقه سوي اصلاحات او د سپما تدابیر ختم او له منځه یوسي. خو د یورو گروپ د پخوانیو موافقو او وعدو عملي کول د ورشکستگۍ سره د مخامخ دغه هیواد سره د نورو کومکونو او پيسو ورکولو یو شرط بولي.