1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوجدېمون د نيولو اروپايي امر صادر سو

۱۳۹۶ آبان ۱۳, شنبه

د هسپانوۍ سيمې کاتالونيا سياستوال کارلېس پوجدېمون د دغه هيواد د مطلوبو کسانو څخه وګرځېد. د نوموړي او د هغه د څلورو ملګرو د نيونې له پاره اروپايي امر صادر سوی دی.

https://p.dw.com/p/2n10Y
Belgien Carles Puigdemont in Brüssel
انځور: Reuters/Y. Herman

پوجدېمون د هغه راهيسي په بلجيم کي دی، چي په کاتالونيا کي يې سيميز حکومت پای ته رسېدلی. نوموړی د هسپانيې د خپلواکمنې سيمي کاتالونيا د سيميز حکومت مشر ؤ. د دغه سياستوال په واکمني کي د هسپانيې د مرکزي حکومت د خوښي برخلاف د لانجو سره مل د کاتالونيا د خپلواکۍ پر پوښتنه ولسپوښتنه تر سره سوه.

د هغه وروسته چي پوجدېمون د کاتالونيا په پارلمان کي د دغې سيمي د خپلواکۍ له پاره پر اعلاميه رايې واچولې، نو د مادريد حکومت په غبرګون کي د هغه حکومت پای ته ورسوی او دغه سيمه يې تر نوو ټاکنو پوري د خپلې استازي تر مديريت لاندي راوستله.

د هسپانيې څارنوالۍ د مانوئيل ماسا کارلېس پوجدېمون پر ضد د بغاوت، سرکښۍ او د حکومتي بوديجې د غلط استعمال تورونه لګولي دي. پوجدېمون چي په بلجيم کي دی، ويلي چي له کاتالونيا څخه تښتېدلی نه دی بلکه غواړي چي له بلجيم څخه د ځان دفاع وکړي ولي چي له بلجيم څخه د ځان بهتره دفاع کولای سي.

پوجدېمون ويلي چي هغه د «صحيح انصاف» غوښتونکی دی او نه د «هسپانوي انصاف». دا په داسي حال کي چي پوجدېمون تر مخه ويلي ول چي که يې د نيول کېدنې امر صادر سو نو به ځان د مادريد حکومت ته وسپاري. خو ۵۴ کلن پوجدېمون د هغه پر ضد د نيول کېدنې امر له پامه غورځولی دی.

د بوجدېمون د نيولو امر د مادريد قاضي کارمېن لاميلا صادر کړی. د نېونې د دغه امر استدلال په دې سوی دی چي پوجديمون و محکمې د ته حاضريدو د عدالتي امر څخه سرغړونه کړې او نه دی حاضر سوی. که پر پوجدېمون لګول سوي تورنه ثابت سي نو ورباندي تر ۳۰ کالو پوري قيد راوتلای سي.

د اکتوبر په دوهمه نېټه همدغه محکمې د کاتالونيا د ختم سوي سيميز حکومت د ۸ غړو پر ضد هم د نيلو امرونه صادر سوي ول.

د هسپانيې لومړي وزير ماريانو راخوی د روان کال په دسمبر مياشته کي په کاتالونيا کي د نوي سيميز پارلمان له پاره د ټاکنو اعلان کړی دی. خو پوجدېمون د خپل سيميز حکومت د ختمولو اقدام يو غير قانوني کار بللی او هغه يې غندلی دی. نوموړي داسي اشاره ورکړې چي په راتلونکو ټاکنو کي به بيا ځان کانديد کړي.

پوجدېمون د ۲۰۱۶ په جنورۍ مياشت کي د کاتالونيا د سيميز حکومت مشر ټاکل سوی ؤ. هغه د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر مياشته کي د کاتالونيا د خپلواکۍ له پاره ولسپوښتنه تر سره کړه. دا د هغه باوجوده چي د هسپانيې سترې محکمې د دغې ولسپوښتنې د نه تر سره کولو امر کړی ؤ. په دغه ولسپوښتنه کي د رايه اچوونکو څخه ۹۰ سلنې د له هسپانيې څخه د کاتالونيا د خپلواکۍ په حق کي رايي اچولي وې.