1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د په نشو اخته کسانو د درملني کمپاين پيل سو

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ شهریور ۶, چهارشنبه

لیلا حیدري چې په کابل کې د په نشو اخته کسانو په مور باندي مشهوره ده، د په نشو اختو کسانو سره يې د مرسته کولو یو کمپاین پيل کړی دی. حیدري غواړي د دغه کمپاین په ترسره کولو سره د سوداګرو او ورزشکارانو څخه مرسته واخلي.

https://p.dw.com/p/19Y1T
Die Bilder zeigen einige Drogensüchtigen in Kabul. Hussain Sirat, DW-Korrespondent in Kabul hat diese Bilder am 25.04.2013 aufgenommen. Alle Rechte gehören der DW. Zulieferer: Arif Farahmand
Drogensüchtige Afghanistanانځور: DW

دغه کمپاین د کابل له پل سوخته سیمې څخه پیل شو. تر دې پله لاندي په سلهاوو معتادین پراته وي. میرمن لیلا حیدري چې له څو کلونو راهیسې په کابل کې د په نشو اختو کسانو سره د مرسته کولو په برخه کې فعالیت کوي، وخت نا وخت تر پلې سوخته لاندې نشيانو احوال اخلي.

میرمن حیدري د چهارشنبې په ورځ یوه غونډه جوړه کړه چې په ترڅ کې یې له ورزشکارانو، سوداګرو او د سیمنا له لوبغاړو وغوښتل چې د په نشو اخته کسانو سره مرسته وکړي. هغې وویل: «موږ باید ټول لاسونه سره ورکړو تر څو دغه ناروغي [نشه] له منځه یوسو. د ټولني ټول غړي باید د دغې ناروغۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.»

تر پل سوخته لاندي د په نشو اخته کسانو ټولنه
تر پل سوخته لاندي د په نشو اخته کسانو ټولنهانځور: DW

دغه غونډه تر پل سوخته لاندې ترسره شوه. په همدې سیمه کې په سلهاوو په نشو اخته کسان په ډیر خراب وضعیت کې وخت تیروي. ډیر وخت خو دغه کسان تر همدې پل لاندې مړه کیږي چې بیا یې پولیس مړي په یوه نامعلوم ځای کې ښخوي.

میرمن حیدري روښانه کړه چې یو شمیر سوداګرو د «مور کمپ» په مرسته د ۵۰ تنو معتادينو د درملنې شرایط برابر کړي دي. میرمن حیدري وویل چې د مور کمپ په وروستیو کلونو کې توانیدلی دی چې څه نا څه په نشو اخته ۱۰۰۰ کسان بیرته عادي ژوند ته راولي.

د هالیود سینما لوبغاړی حسین صادقي، په دې کنفرانس کې د مېرمن حیدري له کمپاین سره د مرستې غوښتنه وکړه. هغه وویل: «نن موږ ټول تر پل سوخته لاندې راټول شوي یو ترڅو دغه خواشینوونکی وضعیت په خپله ووینو او دغه ستونزه له منځه یوسو.»

د ځمکې پر سر دوږخیان

په نشو اخته هغه کسان چې تر پلې سوخته لاندې ژوند کوي په ډیر خراب وضعیت کې وخت تیروي. هغوی پر داسې کثافاتو باندي ژوند کوي چې له څو کلونو راهیسې تر دغه پله لاندې اچول شوي دي.

د کابل دغه سیمه ډیر بد بوی کوي. د څو کلنو کثافاتو بوی له یوې خوا او د تریاکو بوی له بلې خوا دغه سیمه د کابل په یوې ډیرې چټلې سیمې باندې بدله کړې ده.

په دې غوڼده کې د مدني ټولنې یوه فعال باقي سمندر، وویل: «موږ تر پل سوخته لاندې راټول شوي یو چې په خپلو سترګو د ځمکې پر سر دوږخیان ووینو.»

پل سوخته ته د ډیرو نژدو سیمو اوسیدونکو دغه ځای د په نشو اختو کسانو د مزاحمتونو او غلاو له کبله پرې ایښی دی.