1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو بحران به په ۲۰۱۶ کال کې حل شي، اما په څه ډول؟

۱۳۹۴ دی ۱۰, پنجشنبه

آلمان ته په ۲۰۱۵ کال کې یو میلیون مهاجر راغلي دي. دې هیواد ته تر رسیدو وروسته د هغوی ادغام یوه مهمه موضوع ده. په خاصه توګه د دې هیواد فدرالي ایالتونه باید په دې برخه کې خپل مسولیت وپیژني.

https://p.dw.com/p/1HWcz
Deutschland Flüchtlingspolitik Familien-Nachzug syrische Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د مهاجرو ویش

د آلمان فدرال حکومت په دې هیواد کې د مهاجرو د ویش مسولیت پر غاړه لري. تر اوسه ایالتي حکومتونو په دې برخه کې مسولیت درلود. د مهاجرو د ویش به له دې وروسته د «کونیکس اشتاینر شلوسل» په نامه هوکړه لیک پر بنسټ تر سره کیږي.

دا په دې معنی ده چې د آلمان فدارلي ایالتونه به له دې وروسته په مالي برخه کې هم ونډه اخلي. د دې هوکړه لیک له مخې دا معلومیږي چې ایالتي حکومت او فدرالي حکومت هر یو څومره لګښت پر غاړه اخلي.

دا مصارف به د هر ایالت د نفوس او عایدات له مخې معلومیږي. دا تمه کیږي چې د پناه غوښتونکو نیم شمیر به په آلمان کې د پاتې کیدو اجازه تر لاسه. د آلمان ایالتي حکومتونه هم د مهاجرو د کړکیچ په قابو کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی. د آلمان فدرالي حکومت به اوس «د انتظار مرکزونه» جوړوي چې مهاجر به له همدې سیمې څخه د دې هیواد پر ایالتونو ویشل کیږي.

مالي مرستې

په ۲۰۱۶ کال کې د آلمان فدرالي حکومت د دې هیواد ایالتي حکومتونو ته څلور میلیارده یورو مرسته کوي او له جنوري میاشتې وروسته به هر مهاجر ته د میاشتې ۶۷۰ یورو ورکول کیږي. پر دې سربیره ایالتي حکومتونه د هغو نابالغه ماشومانو څخه د پاملرنې له پاره هم ۳۵۰ میلیونه یورو تر لاسه کوي چې په یوازې ځان آلمان ته رسیدلي دي.

امن هیوادونه

البانیا، کوزوو او مونتینیګرو سږ کال امن هیوادونه اعلان شول. دا په دې معنې چې له دې هیوادونو څخه راتلونکي کډوال بیرته خپل اصل هیواد ته استول کیږي. سربیره پر دې د دې هیوادونو اوسیدونکو ته ویل شوي چې نه شي کولای په آلمان کې کار وکړي.

Deutschland Migranten Integration Deutsch-Kurse
انځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch

د ادغام کورسونه

د پناه غوښتونکو له پاره د آلمان حکومت د ادغام ټولنیز کورسونه برابروي او په دې کورسونو کې هغه کسان نیول کیږي چې غواړي په آلمان کې پاتې شي. دا کورسونه معمولا د سوریې د مهاجرو له پاره دي. سربیره پر دې د ادغام له پاره لا ډیره بودیجه په نظر کې نیول شوې ده. د ادغام په بهیر کې پناه غوښتونکي د آلمان تاریخ او آلماني ژبه زده کوي.

د پناه غوښتنې لومړني مرکزونه

هغه کسان جې له امنو هیوادو څخه راځي باید تر هغې په دې مرکزونو کې پاتې شي چې د پناه غوښتنلیک ځواب یې نه وي راغلی. د نورو هیوادونو اوسیدونکي بیا د شپږو میاشتو له پاره په دې مرکزونو کې ساتل کیږي. له دې وړاندې د دې مرکزونه څخه مهاجرو د دریو میاشتو وروسته بل ځاې ته انتقالیدل. په دې مرکز کې همداراز مهاجرو سره نقدي مرستې هم نه ګیږي.

قاچاقبران

په راتلونکې که به انساني قاچاقبرانو ته سختې سزا ګانې ورکول کیږي. تراوسه هغه کسان یوازې په نقدي ډول جریمه کیدل چې مهاجرو سره به يې آلمان ته په راتګ کې مرسته کوله. په راتلونکې کې کیدای شي دا کسان له دریو څخه تر پنځو کلو له پاره زندان ته واستول شي.