1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د پاکستاني طالبانو د مشر د احتمالي وژني رپوټ ورکړل شوی

۱۳۹۷ خرداد ۲۵, جمعه

د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې یې په يوه بريد کې د یاغیانو جګپوړي مشران په نخښه کړي دي. داسې ګومان کیږي چې په دغه ځای کې د پاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله پټ وو.

https://p.dw.com/p/2zbl4
Maulana Fazlullah
انځور: AFP/Getty Images

ډګرمن ماریتن او ډونل، په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د امريکا متحدو ایالاتو پوځ د افغانستان او پاکستان پولې ته څیرمه د جون مياشتي پر ۱۳مه نیټه یو برید کړی، چې پکښې د ترهګر سازمان یو جګپوړی مشر په نخښه شوی دی.»

په بیانيه کې راغلي دي چې امریکایي ځواکونه د افغان حکومت له لوري د طالبانو پر وړاندي اوربند مراعاتولو ته ادامه ورکوي. امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې په دغه برید کې مولانا فضل الله په نخښه شوی دی. خو د هغه د وژل کیدو رپوټ په رسمې توګه لا تائید شوی نه دی.

د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات په مارچ میاشت کې د یاغیانو د دغه مشر د ځای د معلومولو له پاره د مرستې په ترڅ کې پنځه میلیونه امریکایي ډالره انعام ایښي وو. مولانا فضل الله ته په پاکستان د خونړیو بریدونو او همداشان په ۲۰۱۰م کال کې د نیویارک په ټایمز څلور لاري کې د موټر بم د برید د هڅې سره ربط ورکول کیږي.

د پاکستاني طالبانو ډله چې «تحریک طالبان پاکستان» په نامه یادیږي په پيښور کې پر یوه ښوونځي باندې په يرغل هم ګرمه ګڼل کیږي چې پکښې تر ۱۵۰ زيات ماشومان ووژل شول. پر دې سربیره د امريکا متحدو ایالاتو له نظره دغه ډله له القاعدې سره نزدې اړیکي لري. نوموړې ډله د نوبل د سولي جایزې پر ګټونکي ملالي یوسفزۍ باندې هم په برید کي مسئوله ګڼل شوې ده.

د ایکسپرس ټریبیون، په نوم پاکستانۍ ورځپاڼي هم د امنیتي او استخباراتي سرچنیو له قوله د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې د مولانا فضل الله د احتمالي وژل کیدو رپوټ ورکړی دی. ویل شوي دي چې دغه برید د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د نورګل پر کلي تر سره شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي دي چې فضل الله چې اټکل کیږي څو څلویښت کلن دی، په پاکستان کي يې پر پټنځایونو باندې تر پوځي عملیاتو وروسته افغانستان ته کډه شوی دی.