«د پاکستاني اعدام وځنډوئ»
۱۳۹۵ مرداد ۴, دوشنبه
اندونيزيا چي د سويل ختيځي آسيا تر ټولو لوی د مخدره توکو بازار بلل کيږي، د مخدره توکو قاچاق وړونکي په اعدام محکوموي. دغه هيواد د «مخدره توکو اضطراري» حالت اعلان کړی او د مخدره توکو په وړاندي د هيڅ رحم نه ښودلو پاليسي پر مخ بيايي.
خو د پاکستان هيواد د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جولای ۲۵مه نېټه) له اندونيزيا څخه وغوښتل چي د هغه پاکستان اعدامول دي وځنډوي چي ورباندي د مخدره توکو د قاچاق تور دی. پاکستان ويلي چي د دغه پاکستاني پر ضد په ۲۰۰۵ کال کي تر سره سوې محاکمه د بعضو ملاحظاتو له کبله غېرعادلانه وه.
په ۲۰۱۳م کال د مخدره توکو په تور د نيول سوو کسانو پر ضد د اعدام د سزا پلې کېدنې نړيوال په غوسه کړي ول. دا د هغه وروسته چي اندونيزيا ۸ د مخدره توکو قاچاق وړونکي اعدام کړل. په دغو اعدام سوو کي ۷ کسان بهرنيان ول. د ۲۰۱۳ کال اعدامونه د پنځو کالو اعدامونو د وقفې وروسته تر سره سوي ول.
پاکستان په داسي حال کي له اندونيزیا دا غوښتنه کړې ده چي اندونيزيا لږ تر لږه د درو بهرنيانو د اعدامولو پلان لري. په دغو کي د پاکستاني تر څنګ يو نايجيريا او يو د زمبابوې اتباع شامله دي. په ټوليزه توګه اندونيزيا غواړي چي په روان مېلادي کال کي ۱۶ کسان اعدام کړي.
په جکارتا کي د پاکستان د سفارت چارواکي سيد زاهد رضا و رايټرز خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ د اندونيزيا و حکومت ته يو خط ليکو چي دغه اعدام دي وځنډوي ولي چي... موږ داسي اندېښنه لرو چي دغه محاکمه عادلانه نه وه.»
رضا زياته کړې چي د اندونيزيا لوی څارنوال ويلي چي په ۲۰۰۵ کال د ۳۰۰ ګرامو هيروينو د قاچاق په هڅه تورن پاکستانی به په نژدې راتلونکي کي اعدام سي. دغه تورن کس ذولفقار علي نوميږي. د رضا په وينا د ذوالفقار د اعدام د پلي کولو په تړاو د اندونيزيايي چارواکو خط و پاکستاني چارواکو او هم يې کورنۍ ته لېږدول سوی دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(12.03.2014):