1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ په هیواد کښې د داعش حضور تائید کړ

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۱۱, پنجشنبه

د پاکستان پوځ په لومړي ځل ومنله چې د داعش ډلي جنګیالیو په دې هیواد کښې حضور درلود او وايې چې د دې ډلې په سونو غړي یې نیولي او د سترو بریدونو مخنیوي سوی دی.

https://p.dw.com/p/1JuFC
انځور: Getty Images/AFP

د پاکستان د پوځ ویاند، ډګر جنرال عاصم باجوه وویل چې د دوی ځواکونو د اسلام اباد پر هوایې میدان او یو شمیر سفارتونو باندي د داعش له خوا د بریدونو مخه ونیوله. هغه وایې چې داعش ډلې د کوټې پر روغتون د تیرې میاشتې برید چې پکښې ۷۳ کسان ووژل شول، نه دی کړی.

داعش ډله په پاکستان کښې د ۲۰۱۵م کال د جنوري په لومړیو کښې هغه وخت راڅرګنده سوه، کله چې د طالبانو شپږو مشرانو له القاعدې څخه پریکون وکړ او له داعش سره یې خپل بیعت اعلان کړ.

په ۲۰۰۱م کال کښې له هغه وروسته چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کښې له امریکا سره لاس یو کړ، دغه هیواد په کور دننه د افراطي اسلامپالو له ترهګرۍ سره مخ دی. په ۲۰۰۷م کال کښې پاکستاني جهادیانو د طالبانو څانګه رامنځ ته کړه چې له القاعدې سره یې ژورې اړیکې درلودې.

د پاکستان د پوځ ویاند، ډګر جنرال عاصم باجوه یوې خبري غونډي ته وویل: «داعش غوښتل چې پاکستان ته لاس رسۍ ولري، خو اوس د دې ډلې اصلي غړي نیول سوي دي.»

باجوه زیاته کړه چې د داعش خطیبه حارث او خطیبه مباشر څانګو څخه د دوی د مشر حافظ عمر او جګپوړي قوماندان علي رحمن په ګډون ټولټال ۳۰۹ جنګیالي نیول سوي دي.

د پاکستان او افغانستان له پاره د داعش ډلې مشر، تیره میاشت په افغانستان کښې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کښې ووژل سو.

د پاکستان پوځ ویاند همدا راز وویل چې په پاکستان کښې داعش ډلې ګن شمیر کوچني بریدونه ترسره کړي. هغه وايي چې په ۲۰۱۵م کال کښې د کراچۍ په ښار کښې د بشري حقونو فعاله، سبین محمود هم د دې ډلې له خوا وژل سوې وه.

د پوځ ویاند دا خبره رد کړه چې ګواکې داعش ډلې په کویټه کښې پر روغتون برید کړی. په دغه برید کښې د کویټي د لوړپوړو وکیلانو په ګډون ۷۳ کسان ووژل شول. وروسته د طالبانو د جمعیت الحرار ډلي هم د دغې برید مسولیت ومانه.

په ۲۰۱۵م کال کښې د کراچۍ پر یوه بس برید چې ۴۶ کسان پکښې وژل سوي وو، د داعش ډلې لومړنی ستر برید وو چې دغې ډلې يې په رسمي توګه مسئولیت هم منلی وو.