1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ په خپل هیواد کې د چینایي پانګوونو ساتنه کوي

۱۳۹۴ بهمن ۱۹, دوشنبه

د پاکستان ګوادر سیمه اوس یوه پياوړې پوځي اډې ته ورته ده. په دغه سیمه کې ډیر پولیسو او پوځیان حضور لري، ځکه د پاکستان پوځ غواړي د چین د میلیاردونو پانګوني ساتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/1HrMQ
Pakistan Besuch General Fan Changlong bei General Raheel Sharif
انځور: ISPR

په پاکستان کې د چین د پلان شوي ۴۶ میلیارده ډالري اقتصادي کانال چې د واټونو، اورګاډو پټلیو او پایپلاینونو په واسطه د چین شمال لوېدیځه برخه د پاکستان له عرب سمندرګي سره نښلوي، ساتنه اسانه کار نه دی.

اوس د پاکستان ګوادر سیمي ته په سونو اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي. په پلان کي ده چې سیمي ته نور ځواکونه هم ورسیږي، څو په اصطلاح د «چین او پاکستان اقتصادي دهلیز» ساتنه وکړي.

د ګوادر د پولیسو مشر جعفر خان، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ به ډیر ژر له ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ نوي پولیس وګومارو چې دنده به یې د چینایانو د امنیت ساتل وي. وروسته به بیا یوه بېله امنیتي څانګه هم جوړه شي.»

په ګوادر کې ۱۰۰۰۰۰ کسان ژوند کوي. یوه بل امنیتي چارواکي ویلي دي چې په دې سیمه کې د ۴۰۰ او ۵۰۰ تر منځ امنیتي ځواکونه په موقتي توګه د چینایي وګړو د امنیت ساتلو په موخه ګومارل شوي دي.

په ګوادر کې له ډېر وخت راهيسي د چینايانو سخته ساتنه کیږي. خو د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز په نورو برخو بیا وضعیت ډیر ښه نه دی. د دې دهلیز لوېدیځه برخه د بلوچستان په شمال کې تیریږي، چیري چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي د پاکستان دولت پر ضد جنګیږي. یوه بله برخه یې بیا د پاکستان او افغانستان سرحد ته نزدې پرتو سیمو څخه هم تیریږي چې افراطي اسلامپاله جنګیالي د حکومت پر ضد په جګړه بوخت دي.

د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز، د امنیت ساتلو ډیر مسئولیت په دې موخه د یوې جوړ شوې پوځي ډلي پر غاړه دی چې شمیر یې ۱۳۰۰۰ کسانو ته رسیږي.

د پاکستان د پلان جوړوني وزارت لا تر اوسه پوري نه دي ویلي چې په دغه دهلیز کې به څومره کسانو ته کار پيدا شي، خو ټینګار شوی دی چې ښايي د دې پروژې په اوږده موده کې په سونو میلیارده ډالر د پاکستان اقتصاد ته ګټه ورسیږي.

له همدې کبله د پاکستان پوځ د دې پروژې د امینت نیولو په برخه کې هیڅ نه سپموي. خو د پاکستاني پوځ له خوا د امنیتي تدابیرو ډیریدل په دې معنی هم دي چې بیلتون غوښتونکي هم په غوسه شوي دي. د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ویاند میران بلوڅ، ویلي دي: «موږ د چین او پاکستان اقتصادي دهلیزې د بلوڅانو پر سیمو تعرض ګڼو.»

هغه ګواښ کړی دی چې بلوڅ جنګیالي به پر هر هغه چا باندي برید وکړي چې په دې پروژه کې کار کوي. هغه زیاته کړې ده: «په زرونو بلوڅي کورنۍ له هغو سیمو څخه وتلو ته اړي شوي دي چې دغه دهلیز ترې تیریږي. بلوڅان به پر خپله ځمکه دغه شان پروژې و نه مني.»

خو تر اوسه پوري پر ګواښونو سربیره هم د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز چاري په سمه توګه رواني دي. د پاکستان پوځي چارواکي وايي، کله چې د سیمي اوسیدونکي د دې پروژې ګټي وویني نو په اوږده موده کې به ورته اړتیا هم کمه شي.