1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په تعريضي عملياتو کي د ملکيان د مرگ ژوبلي په اړه اندېښنې

شکور رحيم/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۲, پنجشنبه

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونو او مدني ټولنو په دې هکله انديښنه ښوولې ده چې تيره اوونۍ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ په هوایي بریدونو کې ملکي کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Chmp
انځور: A Majeed/AFP/Getty Images

د پاکستان پوځ د تیري چهارشنبې په ورځ پر قبایلي سیمه شوال په هوایي بریدونو کې د ۳۵ جنگیالانو د وژلو ادعا کړې وه. د یوه فرانسوي خبري آژانس او له سیمې څخه د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په دغه برید کې د ۲۰ تنو ښځو او لسو ماشومانو په گډون ۳۷ تنه ملکيان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو د څانگي یوه تن ویلي دي چې په دغو رپوټونو کې کومه ریښتنوالی نه شته. د هغه په وینا د هوایي بمباریو دمخه دا خبره یقیني کیږي چې یوازي د ترهگرو مورچلونه په نخښه کړل شي.

د پاکستان پوځ د جون میاشتي پر پنځلسمه نېټه د میران شاه، په سیمه کې په هوایي بریدونو سره تعرضي عملیات پیل کړل. په دغه وخت کې هم د ځینو کړیو له خوا له هوایي بریدونو سره په دې دليل مخالفت ښوول شوی وو چې له کبله يې کېدای شي ځایي اوسیدونکو ته زیان ورسيږي.

د پاکستان په ستره محکمه کې د بشري حقونو یو مدافع وکیل ذوالفقار بهټه، په وینا په شوال کې د ملکي وگړو د وژنو خبرونه ډیر د اندېښنې وړ دي. هغه له حکومت او اردو څخه وغوښتل چې په عاجل او رڼه توگه د دغي قضیې څېړنه وکړي. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «که يې څوک مني او که نه، په دغه شان بمباریو کې بې گناه انسانان وژل کیږي. زما په آند حکومت او د قانوني پلي کوونکو ادارو ته په عاجل ډول په کار ده چې په داوطلبانه توگه د دې اعلان وکړي چې موږ به د دغي پیښې پلټنه کوو او څوک چې مسئول وو د هغوی پر ضد به اقدامات کیږي.»

هغه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې که چیري د ملکي وگړو د وژلو په برخه کې له بې پروايي څخه کار واخیستل شي نو پر دغو تعرضي عملیاتو او د پاکستان پر پوځ به زياتي نیوکي کیږي.

يو شمېر کورنيو او بهرنيو خبريالانو د قبایلي چارواکو په حواله رپوټونه ورکړي دي چې د شوال ځایي خلک په هوایي بمبار کې د ملکيانو د مرگ ژوبلي خبر تائیدوي.

له بل پلوه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د بې کوره شوو کسان د چارو مسئول متقاعد جنرال عبدالقادر بلوڅ ویلي دي چې حکومت د هوایي بمبار په ترڅ کې د وژل شوو کسانو په هکله معلومات نه لري.

هغه دوې ورځي دمخه په اسلام آباد کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د یوې پوښتني په جواب کې وویل: «شوال تصفیه کیږي، زموږ د رپوټونو له مخې ټول ترهگر له میران شاه، میرعلي او نورو سیمو څخه شوال ته تللي دي. تر اوسه له دغه ځايه ځایي خلک راايستل شوي نه دي. خو غواړم یوه خبره تاسو ته وکړم چې په دغه ځای کې د اوسیدونکو ولسي وگړو شمیر ډیر لږ دی. خو کله چې پوځي عملیات دغه لور ته وغځول شي نو پر دغو ابعادو به یې غور وشي.»

د پاکستان اردو له نزدې يوې میاشتي راهیسي په شمالي وزیرستان کې تعرضي عملیات پیل کړي دي. د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په دغه موده کې یې تر۵۰۰ زیات کورني او بهرني ترهگر وژلي دي.

خو داسي رپوټونه هم شته د پوځي عملیاتو تر پیل دمخه ډیر ترهگر له دغي سیمي څخه وتلي وي. د یو شمیر افغان کارپوهانو په آند په پاکستان کې د پوځي عملیاتو د پیلیدو په نتیجه کې ډیری یاغیانو د افغانستان پر لور مخه کړې ده او له دې کبله په افغانستان کې په وروستیو ورځو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ډیروالی راغلی دی.