د پاکستان پر پوځې اډې په برید کې ۱۶ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
۱۳۹۵ آذر ۶, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ د نوامبر ۲۶مه نېټه) د پاکستان امنیتي ځواکونو په قبایلي سیمه کې په یوه روزنیر مرکز د برید د هڅې مخنیوی وکړ چې په پایله کې لږ تر لږه څلور جنګیالي ووژل شول.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي دي: «امنیتي ځواکونو په مهمند اجنسي کې پر غالاني کمپ د ځانمرګي برید په میړانه مخنیوی وکړ او ټول څلور جنګیالي یې له منځه یوړل.»
په دې پیښه کې چي په ځايي وخت د سهار په شپږو بجو سوې، د سرحدي ملیشو دوه سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور بیا ټپیان شوي دي.
د پاکستاني طالبانو څخه جلا شوې، د جماعت الحرار په نامه یوې ډلې چې له افغانستان څخه په فعالیت تورنه ده، د پیښې مسولیت په غاړه اخیستی دی. د دغې ډلې وياند احسان الله احسان ويلي چي د بريد مقصد يې د خپلو زنداني ملګرو را آزادول ؤ.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر همد راز وايي چې بریدګر په ځان وژونکو واسکټونو سمبال وو او د شنبې په سهار یې د غالاني په کمپ برید وکړ او هڅه یې کوله چې یوه جومات ته ځانونه ورسوي. د پوځ د عامه اړیکو د دفتر په حواله، په جومات کې ګڼ شمیر تازه جذب شوو سرتیرو شتون درلود. یاد دفتر همدا راز وايي: «دوی د جومات په انګړ کې محاصره شول او له منځه یوړل شول.»
که څه هم د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څیرمه په ۲۰۱۴م کال کې له ترهګرو څخه د قبایلي سیمو د پاکولو په مومه چاڼیز عملیات ترسره کړل، خو بیا هم د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو کې د دې هیواد امنیتي ځواکونه وخت نا وخت په بریدونو کې په نښه کیږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: