1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان لوی درستیز کابل ته تللی

۱۳۹۷ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه کابل ته تللی دی. هغه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ویني. باجوه په داسي ورځ کابل ته سفر کوي چې د افغان حکومت له لوري د اعلان شوي اوربند لومړۍ ورځ ده.

https://p.dw.com/p/2zLZ7
Pakistan Armee chef Qamar Javed Bajwa
انځور: Getty Images/AFP/S. Mirza

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې ویاند تورن جنرال آصف غفور، د خپل ټویټر په لنډ پیغام کې لیکلی دي: «د پوځ مشر کابل ته تللی، څو له ولسمشر غني سره د هغه په بلنه وویني. پاکستان هیله من دی چې د ملي یووالي حکومت او امريکا متحد ایالات/ناټو په افغانستان کې د سولې په رامنځ ته کولو وتوانیږي.»

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان باندې له طالبانو او نورو یاغي ډلو سره د مرستې تور پورې کوي. خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، په فرورۍ میاشتې کې په کابل کې په یوه نړیوال کنفرانس کې طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ چې پر نورو سربیره پکښې راغلي ول چي که طالبان د سولي لاره خپله کړي د یوه رسمي ګوند په توګه به ومنل شي.

همدا څو ورځې تر مخه اشرف غني د روژې میاشتې له ۲۷څخه د کوچني اختر تر پنځمې نیټې پورې د طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړی.

طالبانو بیا له خپل اړخه د کوچنې اختر په لومړیو درو ورځو کې اوربند منلی دی. خو په تیرو څو ورځو کې په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي لړۍ همداسې روانه ده.