1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان سفیر: سوداگرۍ د سیاست مه قرباني کوي

حسین سیرت۱۳۹۱ مهر ۲۸, جمعه

په افغانستان کې د پاکستان سفیر د دواړو هیوادونو له چارواکو څخه غوښتي دي چې د دغو هیوادونو تر منځ سوداگریزې اړیکې د سیاستونو قرباني نه کړي. افغانستان او پاکستان له یو بل سره ډیرې پراخې سوداگریزې اړیکې لري.

https://p.dw.com/p/16T4n
انځور: Reuters

د افغانستان د سوداگری وزارت له پاکستان څخه وغوښتل چې په دې هیواد کې د افغان سوداگرو له پاره لا ډیر سهولتونه رامنځ ته کړي. په پاکستان کې د افغان سوداگرو تر ټولو لویه ستونزه د هغوی د مالونو پر مخ د کراچۍ د بندر تړل ، او د والگې بندر ته د هغوی نه لاسرسی دئ. د دغه بندر له لارې سوداگر کولای شي چې هندوستان ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني سوداگر کولای شي چې خپل مالونه د افغانستان ټولو ښارونو ته ورسوي او هلته ئې وپلوري. اوس هم پاکستان د افغانستان له لارې د منځینۍ اسیا له هیوادونو سره تجارت کوي او په دې ترتیب پاکستاني سوداگر ډیرې پیسې گټي. یوازې تیر کال پاکستاني سوداگرو د افغانستان له لارې د منځینۍ اسیا هیوادونو ته د یوه میلیارد ډالرو په ارزښت سمنت صادر کړل.

په کابل کې د پاکستان نندارتون

پاکستاني سوداگرو د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر د میاشتې ۱۸مه نیټه) په کابل کې یو نندارتون جوړ کړ. په دغه نندارتون کې په پاکستان کې جوړ شوي صنعتي محصولات لکه برقي سامانونه، کالي او تعمیراتي مواد نندارې ته وړاندې شول.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر محمد صادق، په دغه نندارتون کې وویل چې هیڅ هیواد نه شي کولای چې پرته له دې چې خپل اقتصاد ته وده ورکړي سولې او ثبات ته ورسیږي. هغه زیاته کړه: «موږ تل د امنیت او سیاست په اړه خبرې کوو، پرته له دې چې په دې خبره ځان پوه کړو چې امنیت او سیاسي اړیکې هیڅ کله هم له اقتصادي او سوداگریزو اړیکو پرته نه شي ټینگیدای.»

صادق د افغانستان او پاکستان له مشرانو څخه وغوښتل چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو ملاتړ وکړي. هغه وویل: «هر هغه هیواد چې له اقتصادي لحاظه پرمختگ کړی دئ یو باثباته هیواد پاتې شوی دئ. د دې په خاطر موږ هم باید خپل هیوادونه او ملتونه له اقتصادي لحاظه پیاوړي کړو.»

محمد صادق د افغانستان او پاکستان پر سیاستوالو باندې نیوکه وکړه چې د دې پر ځای چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو ملاتړ وکړي، هغه د سیاستونو قرباني کوي.

هندوستان ته د رسیدو لار

د افغانستان د سوداگرۍ د وزارت معین صدرالدین سحر، وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداگریزو اړیکو تر بل هر وخت ډیره وده کړې ده. هغه زیاته کړه چې اوس پاکستان موافقه کړې ده چې د افغان سوداگرو لارۍ د واگې بندر ته پریږدي. دغه بندر ته رسیدل په دې معنی دي چې افغان سوداگر اوس کولای شي چې خپل اموال هندوستان ته صادر کړي. تر دې مخکې پاکستان د واگې د بندر له لارې هندوستان ته د افغاني محصولاتو د رسیدو مخه نیوله.

ښاغلي سحر وویل چې افغانستان هم غواړي په پاکستان کې د خپلو محصولاتو نندارتون پرانیزي. اوس افغانستان او پاکستان له یو بل سره هر کال د شاوخوا دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت تجارتي راکړه ورکړه لري.