1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان دفاع وزیر ته د بهرنیو چارو مسوولیت هم ورکړل شو

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۲, شنبه

د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي دفاع وزیر خرم دستګیر خان ته د پاکستان د لیرې کړل شوي د بهرنیو چارو وزیر دنده هم سپارلې ده. د بهرنیو چارو پخوانی وزیر د پارلمان له خوا لیرې او له کار کولو منع کړل شو.

https://p.dw.com/p/2xZNV
Pakistan Prozess gegen Nawaz Sharif Verteidigungsminster Khawaja Muhammad Asif
انځور: picturealliance/AP Photo/A. Naveed

ټاکل شوې چې د پاکستان اوسنی د دفاع وزیر خرم دستګیر خان به د دې هیواد د بهرنیو چارو د پخواني وزیر خواجه محمد آصف دنده هم پرمخ یوسي. تر دې وړاندې آصف د پارلمان له لوري له دندې لیرې کړل شوی او په حکومت کې پر کار کولو پرې بندیز وضع شوی. پر آصف باندې د پاکستان د محکمې له خوا کاري بندیز وروسته له هغې وضع شو چې، له بهر څخه نوموړي ته د راغلو پیسو د سرچینې په هکله د معلوماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغی.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په دې هکله ویلي: «لومړی وزیر خوښ دی چې سر له نن نه دفاع وزیر انجنیر خرم دستګیر خان ته د بهرنیو چارو د وزارت اضافه مسوولیتونه هم سپارل کیږي.»

خرم دستګیر خان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مسوولیت په داسې یو وخت کې سپارل کیږي چې د دې هیواد لیرې کړل شوي د لومړي وزیر نواز شریف حاکم ګوند د جولای میاشتې په وروستیو کې نویو انتخاباتو ته چمتووالی نیسي.

د پاکستان د حاکم ګوند ځوان د دفاع وزیر د دې هیواد د پخواني لیرې کړل شوي لومړي وزیر نواز شریف یو تر نږدې کسانو څخه شمیرل کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: