1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د پخواني لومړي وزير زوی آزاد شو

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي چې افغان او امریکایي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر برمته شوی زوی، ژوندی موندلی دی.

https://p.dw.com/p/1Ikx5
علي حيدر گيلاني
انځور: Getty Images

په بیانیه کې راغلي دي چې د یوسف رضا ګیلاني زوی علي حیدر رضا، د افغانستان په غزني ولایت کې د افغان او مریکایي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې موندل شوی دی. بیانیې زیاته کړې ده چې تر طبي ارزونو وروسته پاکستان ته د هغه د راوستلو له پاره تیاری نيول کیږي.

د هغه ورور عبدالقادر ګیلاني، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د هغه پلار اوس په افغانستان کې دی. هغه ویلي دي «ما لا تر اوسه پورې له هغه سره خبري کړي نه دي او دا موضوع به تر هغه وروسته تائید کړم چې زما پلار یې له ما سره په خبرو کې تائید کړي، ځکه تر دې مخکې هم د هغه د آزادیدو په اړه اوازې وې چې بیا وروسته غلطې وختې.»

ګیلاني درې کاله مخکې د ۲۰۱۳م کال د می میاشتي پر نهمه، نېټه د شکمنو طالبانو له خوا برمته شو. ګیلاني هغه وخت تر ټاکنو مخکې په کمپاینونو بوخت وو.

پر موټر سایکلونو سپرو کسانو د پاکستان په ملتان سیمه کې د هغه تر برمته کولو مخکې ډزي وکړې. په پیښه کې د هغه سکرتر او ساتونکي ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول.

د تیر کال په می میاشت کې هغه توانیدلی وو چې خپل پلار ته تلیفون وکړي او ورته ووایي چې ژوندی دی.

مشر ګیلاني د ۲۰۰۸م کال له مارچ میاشتې څخه بیا د ۲۰۱۲م کال تر اپریل پوري د پاکستان لومړی وزیر وو خو بیا د ستري محکمې له خوا د هغه وخت د ولسمشر پر ضد د فساد د دوسیو د نه پرانیستلو له کبله له دندې ګوښه شو.