د پاکستان د پارلمان غړي کابل ته تللي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۰, یکشنبهد پاکستان بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دې هیواد د پارلمان مشر، سردار ایاز صدیق د پاکستاني پلاوي مشري کوي. اعلامیه زیاتوي چې دغه پلاوی به د دوو ورځو له پاره له افغانستان څخه لیدنه وکړي.
اعلامیه همدا راز زیاتوي چې سردار ایاز صدیق په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ثبات په هکله د پاکستان د تعهداتو یادونه کړې او د ترهګرۍ د لمنځه وړلو له پاره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر اړتیا غږ کړی.
د روان کال د فبروري میاشتې په ۱۶ نیټه د پاکستان پوځ له افغانستان سره پولې هغه مهال وتړلې چې یوه ځانمرګي بریدګر په پاکستان کې د صوفیانو په یوه زیارت کې ځان ته چاودنه ورکړه او ۹۰ کسان يې ووژل. پاکستان تور پورې کړی وو چې دغه ترهګر د یوې داسې ترهګرې ډلې غړی وو چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
د پولې د بندیدو له امله د څو اونیو له پاره په زرهاوو کسان او بار وړونکي موټر د پولو دواړو خواوو ته بند پاتې وو. په لندن کې د دواړو هیوادونو د امنیتي چارواکو تر ناستې وروسته، د مارچ په میاشت کې، د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف پریکړه وکړه چې لارې بیرته پرانیستل شي.