1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د نفتو پخوانی وزیر، نوي لومړي وزیر وټاکل شو

۱۳۹۶ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

د سه شنبې په ورځ د پاکستان پارلمان د نوازشریف تر جنجالي محکمې او ګوښه کیدو وروسته د دې هیواد پخوانی د نفتو وزیر شاهد خاقان عباسي، د لومړي وزیر په توګه وټاکه.

https://p.dw.com/p/2hVfn
Pakistan Islamabad - Shahid Khaqan Abbasi
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د نوازشریف حاکم ګوند یا د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د دې هیواد په پارلمان کې له خپل اکثریت څخه په ګټه اخیستو سره په دې وتوانید چې د خپل ګوند په استازیتوب شاهد خاقان عباسي د نوي لنډ مهاله لومړي وزیر په توګه وټاکي.

تر دې مخکې په پاکستان کې یوې محکمې د دې هیواد پخوانی لومړی وزیر نوازشریف، د فساد د تورنو او د خپلو عوایدو د سرچینو په اړه د ناسمو معلوماتو پر سر د جنجالونو له امله بې صلاحیته کړ.

داسې اټکل کیږي چې د عباسي کاري دوره به لنډمهاله وي او تر یوې مودې وروسته به د نوازشریف ورو شهباز شریف، د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکل شي. شهباز شریف اوس د پاکستان د پنجاب ایالت د اعلی وزیر په توګه دنده ترسره کوي او د دې له پاره چې د لومړي وزیر په توکه د ټاکل کیدو شرایط پوره کړې، وخت ته اړتیا ده.

شهباز شریف باید د پارلمان د وکیلانو له خوا د پاکستان د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کیدو مخکې ټاکل شوي شرایط پوره کړي چې په کې د پارلماني ټاکنو ګټل هم شامل دي.