1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او امریکا ترمنځ د کشالې دوام

۱۳۹۱ خرداد ۳, چهارشنبه

په شیکاګو کې د ناتو غونډې وښودله چې له امریکا سره د پاکستان د تاوترخوالي دوام، دا هیواد نور هم د تجرید خوا ته دروموي. په غونډه کې ولیدل شول چې اوباما خپل پاکستاني سیال له پامه غورځولی وو.

https://p.dw.com/p/150MY
انځور: DW

د شیکاګو په کنفرانس کې اصف علی زرداري یوازینی میلمه وو چې په وروستیو ۹۰ دقیقو کې ورته بلنه وشوه. پاکستان نه د ناتو غړی دﺉ او نه هم لکه چې د ناتو عمومي منشي ویلي دي د هغه سازمان له «نزدی دوستانو» څخه. خو د شیکاګو په کنفرانس کې د پاکستان شتون په دې دلیل اهمیت درلود چې ډیر کسان په دې باور دي چې په افغانستان کې سوله او امن د پاکستان له همکارۍ پرته امکان نه لري.

پاکستان د تیر کال د نومبر په میاشت کې د امریکایي سرتیرو له خوا د خپلو ۲۴ سرتیرو د وژلو پر ضد د احتجاج په توګه د ناتو د پوځي اکمالاتو پرمخ له افغانستان سره خپله پوله وتړله. د وروستیو ورځو هلو ځلو د دې پولې د بیا پرانیستلو په برخه کې کومه ګټه نه ده کړې.

د المان د ارلانګن/نورنبرګ د پوهنتون استاد يوهانس فارویک، وایي چې پاکستان ښایي د لویدیځ یو له ډیرو ستونزمنو شریکاتو څخه وي چې تر اوسه پورې ئې لري. د هغه د وینا له مخې لودیځ نه یواځې د طالبانو د ستونزې له امله بلکې په ټوله ییزه توګه د تروریزم پر ضد مبارزه کې پاکستان ته اړتیا لري او له افغانستان څخه د لویدیځ وتل، د پاکستان له همکارۍ پرته ممکن نه دي. د دغه کارپوه د وینا له مخې پاکستان د خوښې وړ یو شریک نه دئ، خو لویدیځ او ناتو بله چاره نه لري او باید هڅه وکړي چې له دې هیواد سره ګذاره وکړي.

فارویک وایي: «که چیرې د افغانستان جغرافیا ته نظر واچوو نو د وتلو له پاره ډیر زیات امکانات نه لیدل کیږي. دغه هیواد کوم بندر نه لري او لويې لارې یا سړکونه ئې د ګوتو په شمیر دي.»

زرداری ته نه پاملرنه

د شیکاګو په کنفرانس کې اوباما له زرداري سره د یوې دوه اړخیزې لیدنې کتنې څخه ډه ډه وکړه. اوباما په خبرې کنفرانس کې وویل چې له خپل پاکستاني سیال سره د شیکاګو د کنفرانس په څنډه کې یواځې هغه وخت مخامخ شو چې غونډې ته ننوته.

په عینې وخت کې اوباما وویل چې نه غواړي چې پر ننګونو باندې پرده واچوي. هغه زیاته کړه چې دا خبره هم پټه پاتې نه ده چې د امریکا متحده ایالاتو تر مشري لاندې د ځواکونو او د پاکستان تر منځ ستونزې موجودې دي.

د کنفرانس د څنډې په دغې لنډې کتنه کې حامد کرزی د اوباما تر څنګ ولاړ وو. ولسمشر کرزي د CNN له تلویزوني شبکې سره په مرکه کې دا خبره رد کړه چې ګواکې دا لیدنه کتنه «د یوه درې اړخیزه عکس نیولو» په موخه وه. کرزي وویل چې «یواځي د عمومي عکس نیولو» له پاره وخت وو.

اوباما وویل: «زه د ولسمشر حامد کرزي او دغه راز د روسیې او د مرکزي اسیا د لوړ پوړو چارواکو ګډون ته په دې غونډه کې ښه راغلاست وایم. هغه هیوادونه چې د ایساف د ځواکونو د اکمالاتو پر مخ ئې خپلې ترانزیتي لارې پرانیستلې ساتلې دي.» ناتو غواړي چې د افغانستان د شمال له لارې خپل پوځي تجهیزات بیرته وباسي خو دغه لاره د مالي لګښت له لحاظه ډیره ګرانه تمایمیږي.

په عین وخت کې اوباما ټینګار وکړ چې یو ثبات لرونکی، دیموکراتیک او سوکاله پاکستان د امریکا متحده ایالاتو په ګټه دئ او له بلې خوا د پاکستان په ګټه ده چې له امریکا سره په ګډه کار وکړي چې ډاډ پیدا کړي چې د افراطیانو له خوا له پښو نه غورځول کیږي.

پر پخواني دریځ باندې د پاکستان ټینګار

د ناټو عمومي منشي وویل چی د شیکاګو په غونده کې تصمیم دا نه وو چې د ناتو د اکمالاتو پر مخ د پاکستان د پولو د پرانیستلو په هکله خبرې وشي او یا په دې هکله کومه موافقه وشي. خو د چارو تحلیل کونکي په دې باور دي چې له زرداري سره د اوباما د دوه اړخیزې لیدنې کتنې څخه مخ اړول، هغه یو مهم دلیل دئ چې ولې پاکستان په دغه کنفرانس کې د اکمالاتي لارې د پرانیستلو له اعلان څخه ډډه وکړه.

د پاکستانی ورځپاڼي «دان» د رپوټ له مخې د اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر، وویل هغه انتظار چې ګواکی زرداري به شیکاگو ته له رسیدو سره د پولې د پرانیستلو اعلان وکړي، غلط ثابت شو. د بابر د وینا له مخې ولسمشر اصف علي زرداري، څرګنده کړه چې د واشنګټن-اسلام آباد د اړیکو په اړه، هغه د خپل هیواد د پارلمان د پریکړې پر وړاندې مکلف دئ.

د زرداي ویاند وویل چې شپږ میاشتې کیږي چې د ناتو د لاریو پر وړاندې د پاکستان پوله تړل شوې ده: «رښتیا هم موږ انتظار نه درلود چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د اکمالاتي لارې د تړلو تعلیق څخه ستاینه او قدرداني وکړي.»

په واشنګتن کې د پاکستان سفیر شیري رحمان، هم وویل چې د هغه د هیواد په دریځ کې بدلون نه دئ راغلی او امریکا متحده باید د ۲۴ پاکستاني سرتیرو د وژل کیدو له امله بښنه وغواړي.

عارف فرهمند/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش