1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د ټیکساس برید لږ تر لږه ۲۶ تنه وژلي دي

۱۳۹۶ آبان ۱۵, دوشنبه

یوه برید کوونکي د امریکا متحدو ایالاتو په ټیکساس ایالت کې په یوه کلیسا کې پر عبادت کوونکو ډزې شوي، چې په پایله کې یې د کشیش د ۱۴ کلنې لور په شمول ۲۶ تنه وژل شوي دي. د برید کوونکي د وژل کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2n4tg
USA Texas Schießerei Kirche in Sutherland Springs
انځور: picture-alliance/AP Photo/Austin American-Statesman/J. Janner

د ټیکساس ګورنر ګرک ایبټ، دا خبره تائید کړې ده چې د دغه ایالت په سویل کې په یوه کلیسا کې د برید په پيښه کې ۲۶ کسان وژل شوي دي. هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ډزو دغه پيښه د ټیکساس ایالت په تاریخ کې یوه لویه پيښه وه.

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې برید کوونکی یوازې هغه مهال کلیسا ته ننوت چې د عبادت چارې تر سره کیدې او د پولیسو په وینا پر وسلو سمبال وو. ویل شوي دي دغه کس چې تور کالي یې اغوستي ول پر عباد کوونکو باندې فیرونه وکړل. د چارواکو په وینا د عباد کوونکو عمرونه د ۵ او ۷۲ کلونو تر منځ وو.

پولیسو برید کوونکی د یوه سپين پوستې په توګه یاد کړی دی چې عمر یې شا او خوا پنځه ویشت کاله دی. خو اسوشیتد پرس خبري آژانس د دوو چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي لیکلي دي چې دغه کس دیوین کیلي نومیده او د سن انتونیو په څنډو کې اوسیده.

د ځایي چارواکو په وینا په دغه پيښه کې نور ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي. د ټیکساس ایالت د عامه خوندیتوب، ادارې مشر فري من مارتین، په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي چې دا خبره لا معلومه نه ده چې برید کوونکي په خپله ځان وژلی او که د هغه ځایي اوسیدونکي له لوري وژل شوی دی چې په کلیسا کې تر برید وروسته یې هغه تعقیب کړی دی. د مارتین په خبره برید کوونکی د پولیسو په ډزو نه دی وژل شوی.

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ چې په یوه ۱۲ ورځني سفر آسیا ته تللی دی، دغه پيښه د یوه «شیطاني عمل» په توګه یاده کړې ده.