1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنو په بهیر کې د خلکو همکاري شرط ده»

حسین سیرت۱۳۹۲ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ټاکنو له پاره تیارۍ نیولي شوي دي خو د دغه کمېسیون په خبره تر هغه وخته پورې چې حکومت، سیاسي ګوندونه او خلک له دې بهیر سره مرسته و نه کړي د شفافو ټاکنو تر سره کول نا شوني دي.

https://p.dw.com/p/19fRE
انځور: AP

پلان شوې ده چې په افغانستان کې د ۱۳۹۳ کال د حمل میاشتې په ۱۶ نېټه د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره شي. دا د افغانستان د سیاسي بقا له پاره تر ټولو مهمه موضوع بلل کیږي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان ثبات او د دغه هیواد ورستۍ لاس ته راوړنې په بریالۍ توګه د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کیدو پورې اړه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي، د سه شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل: «تر هغه وخته پورې چې په دې بهیر کې خلک، مدني ټولنه او سیاسي ګوندونه فعاله نقش نه لري، موږ نه شو کولای چې د افغانستان په ټولو برخو کې ټاکنې وکړو. ناممکنه ده چې موږ په دغه شان یوه وضعیت کې رڼې ټاکنې ترسره کړو.»

د مشرانو جرګې په دې غونډه کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو د ټاکنو په اړه د افغان سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وویل. د ټاکنو کمېسیون روښانه کړه چې د جمهوري ریاست ټاکنو ته چمتوالي لري او دا چې دغه ټاکنې به په شفاف ډول او د دولت له مداخلې پرته ترسره شي.

د ټاکنو د کمېسیون مرستیال وویل چې له راروانو ټاکنو سره نړیوالې ټولنې د پام وړ مرسته کړې ده او اوس دغه کمېسیون د بودجې له نظره له ستونزو سره مخامخ نه دی.

ښاغلي هوتکي وویل: «د ټاکنو مستقل کمېسیون غواړي چې د خپلو امکاناتو په کارونې سره د افغانانو له پاره د منلو وړ ټاکني تر سره کړي.»

هوتکي زیاته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به په ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي. هغه وویل چې دغه کمېسیون به همداراز په ټاکنو کې د بهرنیو هیوادونو د لاسوهنې مخه هم ونیسي.

په عین حال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس ضاالحق امرخیل، ټینګار وګړ چې په افغانستان کې د راروانو ټاکنو پر وړاندي تر ټولو لوی خنډ ناامني ده. هغه وویل چې په هغه صورت کې چې د ټاکنو د کمېسیون کارکوونکي د ناامنیو له کبله کلیو ته سفر و نه شي کړای او د ولسوالیو په چهاردیوالیو کې بند پاتې شي، نو شفافه ټاکنې نه شي ترسره کیدای.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار، هم د ټاکنو د امنیت پر ټینګښت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: «د ټاکنو شفافيت د امنیت له ټینګښت سره تړاو لري. موږ له امنیتي ادارو سره یوه غونډه لرو او هڅه به وکړو تر څو د ټاکنو له کمېسیون سره همکاري وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې د ټاکنو نیمایي مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب