1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کمېسيون له ولسمشر کرزي مرسته غوښتې ده

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۹, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ولسمشر کرزي او د هغه له دوو مرستیالانو څخه غوښتي دي چې د ټاکنیز کړکېچ په پای ته رسولو کي ورسره مرسته وکړي. دغه کمېسیون دغه راز ویلي دي چې د ټاکنو پايلي به له پلان سره سم اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/1CSmS
انځور: DW

ولسمشرۍ ته د کانديد عبدالله عبدالله، ټيم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټاکنیز کمېسیونونه په درغلیو کې ښکېل دي او له همدې کبله تر دې وروسته ورته د هغوی پریکړي مشروعیت او قانونیت نه لري. په دې سره نو د افغانستان د ټاکنو بهیر پر وړاندي ستونزه لا پسې ژوره شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جون ۳۰مه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرۍ تیره ورځ له ولسمشر او د هغه له مرستیالانو سره ولیدل، څو پر دې خبري وکړي چې که هغوی د ټاکنو بهیر ته د ډاکتر عبدالله له یوځای کیدو سره مرسته وکړي.»

له ټاکنیزو کمېسیونونو سره د عبدالله د اړیکو قطع کول په دې اړه انديښنې زياتي کړي دي چې داسي نه چې افغانستان د یوه نوي کړکېچ پر لور ولاړ شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ټینگار کړی دی چې پر فشارونو سربیره به هم د ټاکنو لومړنۍ پایلي له مهال وېش سره سم د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.

ډاکټر عبدالله د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې له سره د ټاکنو د ترسره کیدو غوښتنه کړې ده. خو ټاکنیز کمېسیونونه د دریم وار ټاکني غیر قانوني بولي. نور وویل: «موضوع ډیره جدي نه ده. هیله لرو چې ښاغلی عبدالله او همکاران یې بیرته له بهیر سره یوځای شي.»

د ټاکنو کمېسیون ویاند ټینگار وکړ چې د عبدالله عبدالله د ټولو پوښتنو ځوابولو ته چمتو دي. خو روښانه یې کړه چې دغه پوښتني باید د قانون په چوکاټ کې وي. نور وویل: «د ټاکنو کمېسیون له ډواړو کانديدانو څخه غواړي چې د بهیر ملاتړ وکړي. هغه اصول چې موجود دي باید درناوی یې وکړي. په عین حال کې موږ دا خبره هم اعلانوو چې د اصلاحاتو او همپالني ټيم د ټولو پوښتنو ځوابولو ته چمتو وو. موږ هغوی ته قناعت ورکوو خو غوښتني باید د قانون په چوکاټ کې وي.»

د آلمان د منځگړتوب هرکلی

د افغانستان د ټاکنیز کړکیچ په اړه د اندېښنو په ډیریدو سره د آلمان ځانگړی استازی مېشایل کوخ، هه کابل ته رسیدلی دی. هغه له دواړو ولسمشریزو نوماندانو سره د ټاکنو په اړه خبري کړي دي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزي ډلي دویچه ویله ته ویلی دي چې د آلمان ځانگړي استازي له عبدالله عبدالله سره خبري کړي دي. دې ډلي د آلمان د دې کوښښ ستاینه کړې ده.

د عبدالله عبدالله د ډلې یوه ویاند فضل الرحمان اوریا، وویل: «د افغانستان د دغه کړکېچ د حل له پاره د هغوی هلي ځلي د ستایني وړ دي. هغوی ښه پيغامونه لري او هیله لري چې دغه ټاکنیز کړکېچ له منځه ولاړ شي.»

په عین حال کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یا یوناما، ټینگار کړی دی چې پاکي او نا پاکې رایې باید یو له بله جلا شي. دغه دفتر ویلي دي چې په دې سره کیدای شي پر کمېسیون باندي د کانديدانو اعتماد لا ډیر شي.