1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کمیسیون د عبدالله غوښتنه رد کړه

حسین سیرت۱۳۹۳ تیر ۸, یکشنبه

ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، ټاکنیزې ډلې اعلان کړی دی چې ټاکنیزو کمیسیونونو د هغوی ټولې غوښتنې رد کړې دي. د عبدالله عبدالله ټاکنیز تیم ویلي دي چې نور ورته د کمیسیونونو پریکړې «قانونیت او مشروعیت» نه لري.

https://p.dw.com/p/1CSJ4
انځور: picture-alliance/dpa

د دغه نوماند ټاکنیزې ډلې ویلي دي چې عبدالله عبدالله په هغو ولایتونو کې چې د هغه په خبره په کې د شرایطو د واجدینو په پرتله ډیرې رایې کارول شوي دي، د دریم ځل ټاکنو د ترسره کیدو غوښتنه کړې وه خو دغه غوښتنه د ټاکنییزو کمیسیونونو له خوا رد شوې ده.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنیزو مبارزاتو د دفتر مشر نصرالله بریالي ارسلايي، د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «له نن ورځې وروسته موږ د ټاکنو د کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ټولې پریکړې ردوو او زموږ له پاره هیڅ ډول مشروعیت او قانونیت هم نه لري.»

ارسلایي همداراز په خپلو خبرو ادعا وکړه چې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې افغان حکومت او د ټاکنو کمیسیون د یوه نوماند په گټه درغلۍ کړې دي: «د کمیسیون او دولت چارواکو د درغلیو له پاره لار هواره کړې ده او یوه دیزاین شوې پروژه یې پلې کړې ده. دې پروژې په روښانه توگه د یوه نوماند په گټه کار ورکړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشري ټاکنو بل نوماند اشرف غني احمدزي، تر دې مخکې په خپلو خبرو کې پر خپل سیال باندې غږ کړی وو چې ټاکنې له کړکیچ سره مخامخ نه کړي او خپل شکایتونه د هغه په خبره له قانوني لارو درج کړي. هغه همداز په خپلو خبرو کې ویلي وو چې تر ټاکنو مخکې یې له خپل سیال عبدالله عبدالله څخه غوښتي وو چې د درغلیو پر ضد ورسره یوځای کار وکړي.

له بلې خوا د افغانستان د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونه هم پر خپلې خپلواکې باندې ټینگار کوي او وایي په هغه صورت کې چې دوی ته کوم شکایت ورسیږي نو ورته به رسیدگي وکړي. خو ارسلایي ادعا وکړه چې د ټاکنو کمیسیو په ټاکنیزو درغلیو کې په مستقیمه توگه ښکیل دی.

د عبدالله عبدالله غوښتنې

عبدالله عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو تر دویم پړاو وروسته د ټاکنو له کمیسیونونو سره خپلې اړیکې وشلولې او روښانه یې کړه تر هغه وخته پورې چې یې شرطونه و نه منل شي بیرته له دې کمیسیونونو سره اړیکه نه ټینگوي.

د دغه نوماند په غوښتنه کې دا خبره هم شامله وه چې په هغو ولایتونو کې دې له سره ټاکنې وشي چې د هغه په خبره د سیال په گټه یې په کې درغلۍ شوې دي. د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله ادعا کوي چې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د اشراف غني احمدزي په گټه پراخه درغلۍ شوې دي.

د یکشنبې ورځې په خبري کنفرانس کې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې وویل چې وړاندیزونه یې د ټاکنو د کمیسیون له خوا نه دي منل شوي او له همدې کبله د ټاکنیزو کمیسیونونو پریکړې ورته د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور، د شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته ويلي وو چې د عبدالله عبدالله ټولو غوښتونو ته یې رسیدگي کړې ده نو له دې کبله د هغه په خبره دې ته هیڅ دلیل نه شته چې دغه نوماند دې له کمیسیونونو سره خپله اړیکه پرې وساتي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب