1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو په کمېسيون کي تصفيه پيل سوه

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۳, پنجشنبه

د افغانستان د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون چاروکي وايي چي په دغه کمېسيون کي تصفيه پيل شوه او ډير ژر به امنيتي ادارو ته د نزدې ۷۰۰۰ ټاکنيزو مرکزو ليست وسپاري.

https://p.dw.com/p/17idz
. Auf dem Bild ist das Schild des afghanischen Wahlkommission zu sehen. Hussain Sirat, DW-Mitarbeiter in Kabul hat dieses Bild am 10.12.12 aufgenommen. Alle Rechte gehören der DW.
Schild der afghanischen Wahlkommissionانځور: DW

د دغه کمېسيون له پاره د ټول ټاکنو امنیت، له فساد څخه د پاکو کارکونکو په دنده ګومارل او پر بهير باندي يې د څار د سازمانو شتون هغه څه دي چې کولای شي د را روانو ولسمشریزو ټاکنو روڼ والی تظمین کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر فضل حق بابکر خیل نن پنجشنبه (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ۲۱) په کابل کي په هغو ولسواليو کې د انتخاباتي مرکزونو د جوړولو خبر هم ورکړ چې په تېرو ټاکنو کې د مخالفينو په لاس کې وې او اوس حکومت بېرته نيولي دي.

په تېرو ټاکنو کې هم د ناامنيو له امله د افغانستان په شاوخوا لسو ولسواليو کې انتخابات ترسره نه شول چې ډېری يې په سويلي ولايتونو کې وې.

کمېسيون دغه راز وايي د را روانو ټاکنوله پاره يې۷۰۰۰ مرکزونه په پام کې نيولي چې په خبره يې د امنيتي ستونزو او درغليو څخه خوندي گڼل کېږي. بابکرخیل په دې اړه وويل:

«هر هغه مرکز ته چې امنیت ورکول کیږي هلته به ټاکني کوو که امنیت نه وي هلته ټاکني نه کوو ځکه تقلب به وشي، د استخدام پروسه مو پیل کړې ده چي شفاف او صادق کسان په دندو وګمارو، یو شمیر میکانیزمونه مو جوړ کړي دي، تچي هر څه په سمه توګه تر سره کړو.»

بابکرخیل وویل د افغانستان د تیرو ولسمشریزو ټاکنو له پاره نزدې۶۰۰۰ انتخاباتي مرکزونه جوړ شوي ول چې دا ځل د لا سرتاسري ټاکنو له پاره د مرکزونو په شمیره کي هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

هغه وايي دوی هڅه کوي دغه مرکزونه به د لوژيستيکي امکاناتو، د خلکو لاسرسی، امنيتي ستونزو او د درغليو د مخنيوي له اړخه خوندي وي.

هغه وايي چې دا کمېسیون د مدني ټولنو، دیني عالمانو او سیاسي ګوندونو له همکارۍ پرته په یوازي سر ټاکني په سمه توګه نه شي سمبالولای:

«په ټاکنو کي باید ډیره همږغي وي، سیاسي ګوندونه باید مخامخ راشي او خپلي ستونزي او خپلي مشورې زموږ سره شریکي کړي، که چیري سیاسي احزاب اومدني ټولني زموږ سره مخامخ ستونزي شریکي کړي نو په ګډه به د حل لار ورته پيدا شي.»

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا رئیس دا هم وویل چې دا ځل به د کمېسیون په ترکیب کې یو هغه مامور هم شتون و نه لري چې په تیر ځل ټاکنو کې په شویو درغلیو کې ښکیل ول.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشریزي ټاکني په ۲۰۱۴ کال کې تر سره شي. خو سر له اوسه امنيتي ستونزي د راتلونکو ټاکنو په مخ کې تر ټولو لوى خنډ بلل کېږي.