1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو پر کمیسیون باندې برید پای ته ورسید

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

افغان امنیتي چارواکو ویلي دي چې د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون باندې د یاغیانو برید پای ته رسیدلی دی. د دغو چارواکو په حواله ټول برید کوونکي وژل شوي او په پېښه کې یوازې دوه تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BYJt
انځور: Reuters

افغان امنیتي ځواکونو د څلورو ساعتونو له پاره له یاغیانو سره جگړه وکړه. په دې وخت کې د ټاکنو د کمیسیون کورني او بهرني کارکوونکي په امنو خونو کې ول. د برید تر پیلیدو وروسته د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور، د تلیفون له لارې د رویترز خبري آژانس ته ویلي وو: «زه دلته یم ... برید د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په شاوخوا کې روان دی.»

خو د افغانستان په وخت د ماښام په شاوخوا شپږ نیمو بجو د ملي اردو یوه چارواکي د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جگړې د ختمیدو خبر ورکړ. هغه وویل چې په برید کې څلور تنه یاغیانو ونډه لرله چې ټول د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي. دغه چارواکي چې قدم شاه نومیده د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «جگړه ختمه شوه. څلور واړه ترهگر وژل شوي دي. اوس یو څیړنیزه ډله په سیمه کې ده.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د برید پر مهال
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د برید پر مهالانځور: Reuters

قدم شاه همداراز ویلي دي چې په پیښه کې درې تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي. لا تر اوسه پورې د نورو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفتر د ملگرو ملتونو یوه دفتر ته نزدې پروت دی. په دې سیمه کې نورې نړیوالې ادارې هم دفترونه لري.

تر دې مخکې د هغه ودانۍ خاوند چې طالبانو ورڅخه د ټاکنو پر کمیسیون باندې ډزې کړې دي ویلي وو چې برید کوونکي په چادریو کې دغه ودانې ته نزدې شوي ول. هغه روښانه کړې وه چې د برید د پیلیدو پر مهال درو ساتونکو له دې ودانۍ څخه ساتنه کوله.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ایوب سالنگي، ویلي دي چې په برید کې پنځه تنه برید کوونکي ښکیل ول. هغه زیاته کړې ده چې په پیښه کې یوازې دوه تنه امنیتي ځواکونه ټپي شوي دي: «د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په دفتر کې چا ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې... زه په خپله هلته ولاړم. هر څه سم وو.»

طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. دا په وروستیو ورځو کې د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون باندې د طالبانو دویم برید دی. دغې ډلې گواښ کړی دی چې په افغانستان کې به د اپریل میاشتې پر پنځمه نیټه تر سره کیدونکې ټاکنې ناامنې کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب