«د ټاکنو نېټې نه ټاکل د افغان حکومت مشروعیت ته تاوان رسوي»
۱۳۹۵ تیر ۲, چهارشنبهپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هایسوم، د امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل وروستي وضعیت کې ټینګار کړی دی چې د پارلماني ټاکنې نامعلوم برخلیک کیدای شي چې د افغانستان سیاسي ستونزي لا ډیري کړي. هغه ویلي دي: «د انتخاباتي نیټو نامعلوم پاتېدل به د ملي یووالي حکومت او پارلمان چې له خپلې ټاکل شوي نېټې د اوږدې مودې له پاره یې کار ته دوام ورکړی دی، د مشروعیت پر وړاندې به له ستونزو سره مرسته وکړي.»
هغه همداراز په افغانستان کې هغو سیاسي ډلو ته هم اشاره کړې ده چې د ملي یووالي حکومت د رامنځ ته کیدو تړون پر اساس د روان کال په سپتمبر میاشت کې د نوي حکومت د جوړیدو غوښتنه کوي. د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي ویلي دي: «مخ پر ډیریدو اپوزیسیون چې د اقتصادي او امنیتي نزول له کبله پر رامنځ ته شوي نارضایتیو ولاړ دي اوس د یوه نوي حکومت د رامنځ ته کیدو پر غوښتنې راټول شوي دي. خو دغه اپوزیسیون بیا د اهداف له لحاظه سره ویشل شوی دی.»
په افغانستان کې ډیري سیاسي مخالفي ډلي نیوکه کوي چې که د ملي یووالي حکومت د هغه د رامنځ ته کوونکي تړون له مخې د دوو کلونو په موده کې د لویې جرګې په راغوښتلو و نه توانیږي، نو باید د یوه نوي حکومت له پاره لاره اواره کړي. خو د ملي یووالي حکومت چارواکي بیا وایي چې په دې اړه نیوکې بې بنسټه دي او دغه حکومت به خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي.
د دې خبري د قوي اعلان له پاره د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، چي د ملي یووالي حکومت په جوړولو کې لوی نقش لره هم کابل ته راغی او ویې ویل چې د ملي یووالي حکومت د پنځو کلونو له پاره تشکیل شوی دی.
«په نزدې وخت کې د سولي امید نه شته»
هایسوم د امنیت شورا ته په خپل لیک کې همداراز په افغانستان کې سولي ته د رسیدو هڅو ناکامیدو په اړه هم ناهیلي څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې په نزدې راتلونکې کې ښایي دغه بهیر کومي پایلي ته و نه رسیږي: «زه خواشینی یم چې د سولي د هڅو په برخه کې لا هم کوم پرمختګ نه دی شوی خو زه خوشبینه یم چې دغه پرمختګ په یوه مرحله کې رامنځ ته شي.»
د ملي یووالي حکومت تر رامنځ ته کیدو وروسته د پاکستان په مرسته له طالبانو د سولي د خبرو اترو پیلولو هڅه وکړه. که څه هم په دې ترڅ کې د افغانستان، پاکستان، امریکا متحدو ایالاتو او چین څو ګډې غونډي وشوې، خو بیا هم طالبان د خبرو اترو میز ته حاضر نه شول د سولي هڅې لا هم په خپله لومړۍ مرحله کې ښکاري.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استاز همداراز په افغانستان کې د ملکی وګړو د وژل کیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د جګړې اصلي تاوان افغان ملکي وګړي ورکوي. خو هغه په وروستیو دوو کلونو کې د افغانستان بنسټیزو اقتصادي پروژو ته اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې افغانانو په ځینو برخو کې پرمختګ کړی دي.