1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوې آلمانۍ په قتل تورن د زیږیدنې ځاي په اړه تازه معلومات

۱۳۹۶ آبان ۲۶, جمعه

حسین ک. چې د یوې آلمانۍ په قتل تورن دی، اوس ئې د زندان د کوټې ملگري ويلي دي چې د افغانستان نه، بلکې ایرانی دی. حسين ک. په آلمان کي د افغان مهاجر په نوم ثبت دئ.

https://p.dw.com/p/2npat
Freiburg Mordprozess beginnt
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د آلمان خبري آژانس «ډي. پي. اې» د یوه رپوټ په حواله، د یو زنداني کس د معلوماتو له مخې چې له حسین ک. سره په زندان کې ملګری شوی وو، ويلي دي چې حسین ک. ایرانی دی. په قتل تورن دغه کس ځان افغان معرفي کړی دی. د حسین ک. په هکله دغه تازه څرګندونې نن په يوه محکمه کې شوي دي. نوموړي شاهد د هغه عمر هم ۲۶ کاله ښوولی او ویلي یې دي چې حسین په ایران کې هم پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ جنسي تیری کړی وو.

د تیر کال په دسمبر میاشت کې تورن حسین ک. او شاهد دواړه د زندان په یوه خونه کې بنديان ول. حسین. ک ۱۳ میاشتې وړاندې د آلمان په فرایبورګ کې پر یوې ۱۹ کلنۍ آلماني محصلې لومړی جنسي تيری کړی او بیا یې د مرګ تر حده پورې بې هوښه کړې وه. یاده نجلۍ بیا وروسته د «درایزم» سیند په اوبو کې ډوبه او مړه شوه.

په عین حال کې په ۲۰۱۵م کال کې حسین ک. له اسنادو پرته آلمان ته راغلی وو او په دې هیواد کې یې ځان کم سنه ثبت کړی وو. نوموړی په قتل او جنسي تیري تورن دی. په یونان کې په ۲۰۱۳م کال کې پر یوې ځوانې میرمنې د زور زیاتي له امله، حسین ک. په لس کاله بند هم محکوم شوی وو. خو د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر میاشتې په پیل کې هغه تر وخت مخکې له بنده آزاد شوی وو.

د فرایبورګ د محکمې په دوسیه کې دا پوښتنه هم مطرح شوې چې حسین ک. واقعاً څو کلن دی. د هغه سن د بند پر سزا باندې ډیر اغیز درلودلای شي. حسین ک. ویلي چې ۱۷ کلن او افغان دی. خو وروسته يې بیا د خپلې محکمې په پیل کې اعتراف وکړ چې دروغ یې ویلي دي.

دغه لړۍ به د نومبر میاشتې تر ۲۸ نیټې پورې ادامه ولري. بیا وروسته د عدلي طب ډاکټران به د نورو مواردو ترڅنګ د قرباني کس جسد او تر نیول کیدو وروسته د تورن کس د طبي ارزونو په هکله خپله شاهدي محکمې ته وړاندې کړي. ټاکل شوې چې د راتلونکې میلادي کال په لومړیو کې به د حسین ک. په هکله محکمه خپل حکم صادر کړي.

AG/ خ.ح

زموږ له ارشيف څخه: