1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د يونان کمپونو په تشنابونو کې مهاجر ښځو باندې جنسي حملې»

۱۳۹۶ بهمن ۲۱, شنبه

د يونان په کمپونو کې ميشتو لسونو مهاجرو ښځو ادعا کړې ده چې د کمپونو په تشنابونو کې ورسره جنسي ځورونې او تاوتريخوالي شوي دي. يونان دولت په کمپونو کې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله د لازمو خدمات په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی.

https://p.dw.com/p/2sRhK
Griechenland Die Situation der Flüchtlinge auf Lesbos
انځور: DW/R. Shirmohammadi

د «يو ان اچ سي آر» په حواله، د يونان ټاپوګانو له ګڼې ګوڼې ډګو کمپونو څخه په لسونو مهاجرو ښځو دوی ته ويلي دي چې په کمپ کې تر جنسي ځورونو لاندې نيول شوي دي. دغې نړيوالې ادارې د يونان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې په کمپ کې دې په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژغورنه وکړي.

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۱۱مه نېټه) وويل، چې دغې ادارې په ۲۰۱۷م کال کې د شاوخوا ۱۸۰ مهاجرو ښځو په اړه داسې پيښې ثبت کړي دي، چې يونان ته تر رسيدلو وروسته په کمپونو کې تر جنسې ځورونې او تاوتريخوالو لاندې نيول شوي دي.

«تشنابونه حتی په ورځ کې خطرناک دي»

يو ان اچ سي آر په دې اړه ويلي دي چې پر دغو ښځو حملې، په ځانګړې توګه د يونان د ليسبوس ټاپو په موريا او د فاثي په ساموس کمپونو کې ترسره شوي دي.

وياندې سيسل پويلې په ژنيو کې په يوه خبري ناسته کې وويل: «د ماښام تر تيارو وروسته د دغو دوو مرکزونو تشنابونه او بيت الخلاوې د ښځو او ماشومانانو د ورتلو له پاره امن ځايونه نه دي.»

پويلې دغه راز زياته کړه: «تشنابونه کيدای شي حتې په ورځ کې هم خطرناک وي.» هغې د خپلو خبرو په دوام وويل: «په موريا کمپ کې راته يوې ښځې وويل چې له ويرې يې دوه مياشتې حمام نه دی کړی.»

مرستندويو سازمانونو په کراتو د يونان په کمپونو کې د ژوندانه د وضعيت په اړه خپلې انديښنې ښکاره کړي دي. په دغو کمپونو کې په زرونو مهاجر کوم چې د پناه غوښتنې چارې يې تر څيړنو لاندې دي، ځای پرځای شوي دي.

«يو شمير ښځې حال نه وايي»

پويلې دا هم وويل چې په اصل کې د جنسي ځورنې او تاوتريخوالو پيښې له هغه څه چې دوي ته يې په اړه معلومات ورکړل شوي دي دي، ډيري دي، ځکه ډيرۍ قربانيان د بريدونو او حملو له ويرې نه غواړي ورسره شوي تاوتريخوالې بيان کړي.

د موريا او فاثي کمپونو کې حاضر دمه شاوخوا ۵۵۰۰ تنه مهاجر ميشت دي چې دغه شميره د کمپونو د وړتيا دوه برابره ده.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (يو ان اچ سي آر) په حواله، په کمپونو کې د مهاجرو له حده زياته ګڼه ګوڼه، د دې سبب شوې ده چې د کمپ اوسيدونکو ته لازم روغتيايي خدمات، په رواني برخو کې مرستې او همدا شان کافي امنيتي پرسونل برابر نشي.

د بشر حقونو سازمانونو له مياشتو راهيسې د يونان حکومت څخه د دې غوښتنه کوي تر څو د مهاجرو د دوسيو چارې کړندې کړي او له ټاپوګانو څخه وچې ته د هغو د ليږد بهیر، په ځانګړې توګه د اروپا د سوړ ژمي په موسم کې چټک کړي.
 

Griechenland Die Situation der Flüchtlinge auf Lesbos
انځور: DW/R. Shirmohammadi

وروستيو کې يو څه پرمختګونه


پويلې د جمعې ورځې په خبري ناسته کې وويل چې په وروستيو اوونيو کې په دې برخه کې يو څه پرمختک رامنځ ته شوی دی، خو هغې زياته کړه چې د مهاجرو د امنيت په برخه کې لا هم ډير کارونه شته چې بايد حکومت يې ترسره کړي.

اروپايي ټولنې او ترکيې په ۲۰۱۶ کال کې اروپا ته د ناقانونه مهاجرتونو د مخنيوي په موخه يو تړون لاسليک کړ. د دغه تړون له مخې ټول هغه مهاجر چې له ترکيې څخه يونان ته رسيږي تر هغه وخته چې د پناه غوښتنو پايلې يې معلوميږي په يادو کمپونو کې ځای پرځای کيږي. د تړون له مخې که چيرته د هغوی د پناه غوښتنې د يونان دولت له خوا رد کيږي بيرته به ترکيې ته استول کيږي.

د رپوټونو په اساس د يونان په ټاپوګانو کې ګڼ شمير افغانان هم ژوند کوي چې په هغو کې کورنۍ، ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 م.ک.ص

په اړونده موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: