1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان په ټاپوگانو کي په زرونو مهاجر بې برخليکه دي

۱۳۹۶ آذر ۲۳, پنجشنبه

د یونان چارواکي د دغه هيواد په ټاپوگانو کي د پناه غوښتني پروسې له کرار والي شکایت کوي. د هغوی په خبره هلته۱۵۰۰۰عریضې د انتظار په لست کي دي او د مهاجرو وضعیت یې هم ورځ په ورځ خرابیږي.

https://p.dw.com/p/2pLRc
Griechenland Flüchtlingscamp Moria Symbolbild
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

په آژه ټاپو گورنرې کریستیانا کالوگیرو، د سه شنبه په ورځ (ډسمبر۱۲نیټه) د یونان له سکای تلويزيون سره په خبرو کي وويل: «د دې کار دليل د پناه ورکولو د اوږدې پروسې او ژر تصمیم نه نیول دي. په دې خاطر که موږ د مهاجرو او پناه غوښتني ادارې پرسونل زيات نه کړو، نو حالت به همداسي پاته وي.»

په دغو ټاپوگانو کي د یوناني مامورینو ترڅنگ د اروپا د پناه ورکولو ادارې – EASO مامورین هم فعالیت کوي او د مهاجرو عریضې څيړي. کالوگیرو همدارنگه وویل، چي «په کمپونو کي وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي. ځکه هغه کمپونه چي په حقیقت کي د پناه غوښتونکو د لږ اقامت له پاره په پام کي نیول سوي دي، د هغوی په اوږده اقامت ځای باندي تبدیلیږي. دا ځکه چي مامورین د ورځي يوازي څو دوسیې څیړلای سي.» په عین حال کي دغو کمپونو ته هره ورځ نوي مهاجر رسیږي.

په لیسبوس، لیروس، ساموس، کاووس او خیوس کې د مهاجرو د مؤقتي کمپونو ظرفیت له ډیر وخت راهیسي پوره سوی دی. دغو کمپو ته له ترکیې څخه ډیر مهاجر په غیرقانوني ډول رسيږي.

په داسي حال کی چی د کمپونو ظرفیت د یونان د مهاجرت وزارت په حواله یوازي د ۵۵۰۰ تنو له پاره په پام کي نیول سوی دی، خو هلته اوس تر ۱۵۰۰۰زيات انسانان ژوند کوي. اکثره مهاجر په ډیرو عادي سرپناوو کي ژوند کوي، مثلأ په دوبنۍ او نازکو خیمو کي. ځکه نو خیریه مؤسسې له دې څخه خبردارئ ورکوي، چي هلته کیدلای سی بیا د تیرکال په ډول په یخنیو کي ځیني مهاجر مړه سي، خصوصأ د ژمي د سختو یخنيو پر مهال.

dpa,afp(Q.N/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: