د يونان په ټاپو ګانو کې د مهاجرو حالت ورځ تر بلې خرابيږي
۱۳۹۶ آبان ۳, چهارشنبهد يونان د ايګايس ټاپو په ختيځ کې د پناه غوښتونکو نوم ثبتولو په مرکز کې د مهاجرينو وضعيت ډير خراب دی. د سه شنبې په ورځ د نړۍ د ډاکټرانو د بشري مرستو سازمان رئیس نيکينتاس کاناکيس،د آلمان خبري آژانس ته وويل:«دلته حالت ورځ تر بلې خرابيږی.»
د رسمې رپوټونو له مخې په اوس وخت کي د يونان په ليسبوس، خيبوس، ساموس او لروس وکوس کې تر ۱۴ زره او پنځه سوه پورې مهاجر اوسيږي. مرستندويه سازمانونه وايې چې دغه شمير د يادو کمپونو له ګنجایش څخه دوه برابره زيات دې.
د يونان سیمه ايزه سياست واله ميرمن کریستينا کالو ګیر د (سکاي) په نامه د يونان تلويزونې خپرونې ته ويلي:«پر دې ټاپو ګانو باندې بايد فشارونه را کم کړاي شي.»
د هغې په وينا دا ډيره مهمه ده چې د اژه په ختيځ کې د منې موسم له رارسيدونکو طوفانونو څخه تر مخه، د امکان ترحده دغه مهاجر د يونان وچې ته وليږدول شي.
د اروپاي اتحاديې او ترکيې تر منځ له توافق څخه وروسته چې له ترکيې څخه به نور مهاجر يونان ته نه راځي. اوس په يونان کې باقي پاته مهاجر د اروپاي اتحاديې شمالي او مرکزي هيوادونو ته د ورتګ له پاره، د يونان په ټاپو ګانو کې د قانوني سفر کولو له پاره، بايد د پناه غوښتنه وکړي او خپل نومونه ثبت کړي.
خو د هغوی د پناه غوښتني کارونه د کارکوونکو د کمښت له کبله ډير ورو پر مخ ځي. له همدې وجې په زرونو پناه غوښتونکې په دې ټاپو ګانو کې په ډيرو ناوړه شرايطو کې انتظار باسي.
د يونان خبریالان او رسنۍ د ليسبوس او ساموس له ټاپو ګانو څخه رپوټونه ورکوي چې په دغه کمپونو کي د ناهيلۍ او ناخوالۍ له کبله د بيلا بيلو هېوادونو د مهاجرو تر منځ سختي او کله هم ډيري خطرناکي شخړې او نښتتې رامنځ ته کيږي.
زموږ له ارشيف څخه: