1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د وينې یوه نوې معاينه به د سرطان اته ډوله معلوم کړي

۱۳۹۶ بهمن ۲, دوشنبه

د يو وار ويني په اخيستلو او معاينه کولو سره په دې پوهيدل چې آيا ناروغ سرطان لري او نه او که هو، نو کوم ډول؟ تر اوسه پوري يوازې يو خيال وو. خو اوس امريکايي څيړونکي وايي چې دا کار به ډير ژر امکان ولري.

https://p.dw.com/p/2rI3q
Blutprobe in Reagensglas
انځور: picture-alliance/dpa

د تخمدان، اينې، معدې، پانکراس، مرۍ، غټي کولمې، سږو او سينې تومور يا دانې ښايي د وينې د يوې معاينې له لارې معلوم شي. او هغه هم په لومړي پړاو کې، يعني هغه وخت چې مريض لا هيڅ علايم نه حس کوي او سرطان لا خپور شوی نه وي او د عملياتو له لاري د مريض درملنه ممکنه وي. دا هيله چې له شیمي درملني څخه صرف نظر وشي او ډير ژوندونه وژغورل شي، رامنځته شوې ده.

کارپوهان له ډيرو کلونو راهيسې د يوې داسې «مايع ـ بيوپسي» په لټه کې دي چې له لاري یې د انساجو نه، بلکې د وينې د معاينې له لارې د تومور حجرې معلومې کړي. بيوپسې د معاينې په موخه د بدن د يوې ډيري وړې ټوټې غورڅولو ته ويل کيږي. د امريکا متحدو ايالاتو د بالتيمور د جان هوپکن پوهنتون د طب د پوهنځي څيړونکو اوس د « CancerSEEK » يا سرطان لټه په نوم د وينې يوه معاينه معرفي کړې ده.

په وينه کې د سرطان  DNA

کله چې د بدن نورمالې حجرې په سرطاني حجرو بدليږي نو د حجرو ډي اين ای چې د ژونديو موجوداتو د جوړښت ټول معلومات پکښې موجود وي، هم تغير مومي. دا زياتره د جين ځينې داسې مشخص بدلولونه وي چې د حجرو د لويدو سبب کيږي. کله چې يوه سرطاني حجره مړه کيږي، نو زياتره برخې یې وينې ته ځي. په دې توگه د تومور د حجرو ډي اين ای او يا پروتين دغلته موندل کيږي. دا نوې معاينه هم پر همدې اساس ترسره کيږي.

د سرطان د لټې په نوم دا معاينه په وينه کې اته ډوله پروتين او  د جين ۱۶ بدلولونه (Mutation) چې په سرطاني حجرو کې موندل کيږي، ثابتولای شي.

د دې څيړني يو ليکوال يوشوا کوهن، وايي چې دا معاينه د تومور تر ډيرو کمو خو ډيرو ځانگرو نخښو پورې محدوده شوې ده. دی زياتوي: «دا د ناسمو- مثبتو نتايجو د شمير د کم ساتلو له پاره مهمه ده او بله موخه یې د معاينې د مصارفو ټيټ ساتل دي.» څيړونکي هيله لري چې دغه معاينه به د ټولو مرحلو تر بشپړولو وروسته ۵۰۰ يورو لگښت ولري. دا معاينه تر اوسه لا د ډاکترانو معاينه خانو ته نه ده رسيدلې، ځکه په دې اړه يو څه نورې څيړنې هم بايد ترسره شي.

Krebs Krebszelle Illustration Lungenkrebs
د تومور حجرې د بدن د نورو حجرو څخه بدلې ويانځور: Imago/Science Photo Library

د تخمدانو د سرطان معلومول

څيړونکو د سرطان پر کابو ۱۰۰۵ ناروغانو چې مريضې يې په بیلا بيلو پړاونه کې وه، څیړنې کړي. د دې معاينې دقيقوالې د سرطان په ټولو ډولونو کې د۷۰ سلني په شا او خوا کې وو. معنا داچې د ټولو تومورونو يا دانو څخه یې يوه په دريمه برخه ناڅرگند پاتيږي. تر ټولو زيات يې له لاري د سينې سرطان معلومول ستونزمن وو. دغلته د دې معاينې له لارې يوازې هر دريم تومور معلوم کړل شو او دوه پر دريمه برخه یې ناڅرگند پاته شول.

خو د تخمدان او ځيگر د سرطان په برخه کې بيا دا معاينه ډيره کاميابه او د ډاډ وړ وه. د سرطان د ۹۸ سلنه ناروغانو مرض د دې معايني له لاري تائيد شو. څيړونکي وايي چې د سرطان پنځه ډوله د دې معاينې له لارې په دقيقه توگه ثابتيدلای شي. دا هغه دي چې تر اوسه یې د تشخيص له پاره دا ډول معاينې موجودې نه وې.  

خو څيړونکي بيا د دې نوې معاينې په اړه له ډيري خوشبينۍ څخه خبرداری ورکوي. د آلمان د هايدلبيرگ د سرطان د څيړنې د مرکز مشر هولگر سولتمن دا څيړنه  «د سرطان په لومړي پړاو کې د تشخيصولو له پاره د یوه مهم گام په توگه يادوي.» خو وايي چې دې معاينې په لومړي پړاو کې د تومور د معلومولو په برخه کې تر اوسه ډيره ښه نتيجه نه ده ورکړې. دی وايي چې تر نيمايي کم د لومړي پړاو د سرطانونو قضيې موندل شوي دي.

هيله مندي ډيره ده

خو د دې څيړنې مشر نيکولاس پاپادوپولس د «Nature» مجلې ته وويل: «د يوې معاينې د گټورتوب له پاره اړينه نه ده چې هغه دې سل په سلو کې سمه او دقيقه وي.» همدا راز د څيړنې د يوه بل ليکوال بيرت فوگلشتاين په آند: «که موږ غواړو چې د سرطان په لومړي پړاو کې د معلومولو په برخه کې پرمختگ وکړو نو بايد حقيقت بين ووسو.»

د دې څيړنې په تعقيب نوري څيړنې پیل شوي دي. د پنسلوينيا ایالت د گایزنگر روغتيايي سستم مرکز له جان هوپکن پوهنتون سره په شريکه د ۶۵ او ۷۵ کالو ترمنځ عمر لرونکو کابو ۵۰ زرو داسې ښځو باندي چې سرطان یې نه وي درلودلی د «CancerSEEK» معاينه ترسره کوي. پوښتنه داده چې آیا دا معاينه به وکولای شي په راتلونکو پنځوو کالو کې په دې ښځو کې هغه پيدا کړي چې سرطان لري او پري خبرې نه وې. که چیرې دا کار وشي نو دا به په رښتيا هم يوه لویه لاسته راوړنه وي.

Brigitte Osterath (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: