د وينزويلا اپوزيسيون ـ د تدريجي کودتا قرباني يو
۱۳۹۶ فروردین ۱۳, یکشنبهد وينزويلا پارلمان چې اپوزيسيون پکې اکثريت تشکيلوي، خپل صلاحيتونه بېرته تر لاسه کوي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر، نيکولاس مادورو، هسې هم په دې وروستيو کې د فرمانونو په مټ واک چلولی دی او يوې محکمې د پارلمان پرېکړې تل بېرته ګرځولې دي.
اپوزيسيون له دې کبله د پارلمان د بې واکه کولو د هڅې بېرته اخيستل کافي نه بولي، بلکې وايي چې هدف يې دا دی چې د يوې تدريجې «کودتا» په سر پرده وغوړول شي. د پارلمان رئيس، خوليو بورګېس، په کاراکاس کې د يوې مظاهرې په ترڅ کې وويل: «دغه پرېکړه يوازې د هغې حکومتي کودتا اوج وو چې د مياشتو او کلونو راهيسې روانه ده.»
په زرګونو خلکو د مادورو د ولسمشرۍ پای او د نويو له وخت مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه. امنيتي ځواکونو مظاهره چيان بيا د اوښکي بهونکي ګاز په استعمال سره وپاشل. د حکومت له خوا د خپل تصميم بېرته اخيستل د قدرت په جوړښتونو کې درزونه هم ښېي. دغه قدرت د ۱۹۹۹ کال راپه دې خوا له سوسياليستانو سره دی. ښي اړخي اپوزيسيون شکايت کړی دی چې د وينزويلا د سترې محکمې له خوا د پارلمان بې واکه کول به د ديکتاتورۍ په لور لاره هواره کړي.
د اړتيا وړ توکو د قلت له کبله احتجاجونه
وينزويلا هغه هېواد دی چې په نړۍ کې د نفتو تر ټولو پراخې زېرمې لري، خو هغه د مادورو د حکومت پر وخت، د اړتيا وړ توکو په برخه کې له ډېر قلت سره مخامخ شوی دی. انفلاسيون پکې داسې لوړ دی چې په نړۍ کې ساری نه لري. مادورو د خوراکي موادو او دارو درملو د کموالي پړه ګويا د خارج له خوا «د اقتصادي جګړې» له کبله راټوکېدلې بولي.
د ده په خبره د نفتو د ټيټې بيې له پاره هم خارج مسووليت لري. په وروستي ځل يې له ملګرو ملتونو څخه د دارو درملو د ورلېږلو هيله کړې وه. دا چې د وينزويلا پولي واحد، چې بوليووار نوميږي، د ډالر او يورو په مقابل خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی، نو د وارداتو له پاره کافي پيسې هم نشته. د اړتيا وړ توکو د قلت له کبله څو ځله ناکرارۍ او لوټمارۍ هم رامنځ ته شوې دي، چې د احتجاجونو په ترڅ کې يو شمېر انسانان هم ووژل شول.
اپوزيسيون د ۲۰۱۵ کال په دسمبر مياشت کې پارلماني انتخابات په دوه په درې اکثريت سره په څرګند ډول ګټلي ول. مادورو د هغه وخت راهيسې د بېړني حالت په فرمانونو سره خپل واک چلوي. دغه بېړنی حالت چې مادورو ته ځانګړي اختيارات په لاس ورکوي، په ۲۰۱۶ کال کې نافذ شوی دی. په رسمي ډول د مادورو واک د ۲۰۱۸ کال په دسمبر مياشت کې پای ته رسيږي.
واک کې د پاته کېدو بله هڅه
د سوسياليستانو تر کنترول لاندې محکمې د چارشنبې په ورځ له پارلمان څخه صلاحيتونه اخيستي او هغه خپله قبضه کړي ول. محکمې سربېره پر دې د ولس د استازو ايمونيتي يا ديپلوماتيک مصوونيت او سياسي خونديتوب ورڅخه اخيستی وو.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.08.2015):