1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسی جرګی د ریاست په سر سیالی روانه ده

۱۳۸۹ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د پارلمانی سرچينو د معلوماتو له مخی دمګړۍ یونس قانوني، ظاهر قدیر، رمضان بشردوست، رسول سیاف، ډاکټرمهدې او میرویس یاسیني د ولسې جرګې د ریاست څوکۍ ته له احتمالې نوماندانو شمیرل کیږي

https://p.dw.com/p/QwEa
د افغانستان ولسی جرګه
د افغانستان ولسی جرګهانځور: DW

د افغانستان د پارلمان له پرانیستلو څخه یواځي دوه ورځي وروسته نه یواځي د ناکامی او بریالی کاندیانو بلکه د ولسی جرګی د ریاست موضوع هم شخړه ایز پاتی ده.

اوس د ولسی جرګی په دننه کی بحث پر دی روان دی چی څوک د دغی جرګی ریاست په غوه واخلی. په تیره جرګه کی دغه ریاست د محمد یونس قانونی په غاړه وه. ځینی استازی د دی مخالف دی چی نوموړی دی بیا د جرګی د ریاست لپآره وټاکل شی.

ویل کیږي چې حکومت او د هغه سیاسي مخالفین اوس د پارلمان په دننه کې د ولسې جرګې د ریاست او ادارې پلاویو د څوکیو د تر لاسه کولو لپاره سیالي کوي.

داسي ویل کیږي چې د ولسې جرګې ریاست ته د نوماندانو د ډیروالۍ له امله دغه سیالي دوهم پړاو ته وځنډول سي.

دمګړۍ یونس قانوني، ظاهر قدیر، رمضان بشردوست، رسول سیاف، ډاکټرمهدې او میرویس یاسیني د ولسې جرګې د ریاست څوکۍ ته له احتمالې نوماندانو شمیرل کیږي.

په تیرو پارلمانې ټاکنو کې پاتې راغلي کاندیدان وایې دوي د یوې داسي سیاسي ډلي د جوړلو تابیا نیولي چې په جوړیدو به یې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره هڅي وکړي. دغه ګام د نوې پارلمان تر پرانیستې وروسته اخیستل کیږي.

معترض کاندیدان چې شمیر یې سلګونو تنو ته رسیږي وروسته تر هغه د یوه ګډ سیاسي خوځښت د جوړیدو تکل کوي چې له تیرو څلور میاشتو راهیسې پیل سوي هڅي یې یوه ځای ته و نه رسیدې.

په دغو معترضو نوماندانو کې د یو شمیر میرمنو په ګډون د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو او جهادې ډلګیو غړي شامل دي.هغوي له تیرو پنځو میاشتو راهیسې د پارلماني ټاکنو د لغوه کیدو تر څنګ یو شمیر غوښتنې مطرح کړي وي چې د نوې پارلمان په پرانیستلو سره تر ډیره بریده په اوبو لاهو سوې.

دغو نوماندانو ویل چې نه ټاکنو د کمیسیون دغه پریکړه منې او نه هم اوسنۍ ملې شورا په رسمیت پیژني. د معترضو نوماندانو له ډلې احمد شاه اڅکزۍ د دغه ګډ سیاسي ایتلاف د جوړیدو موخې په ګوتو کوي.

هغه وایی: «زمونږ حق پیدا نسي او زمونږ حق را نه کړي مونږ کرار نه کښینو، مونږ ولسمشر ته د دې لپاره ورغلي وو چې زمونږ حق راکړي، داسي و نه سول مونږ به د خپل حق د تر لاسه کولو پوری خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.»

تر اوسه په دقیقه توګه نده څرګنده چې په کوم شمیر کې معترض نوماندان به د دغه نوې سیاسي ایتلاف غړي وي. خو هغه څه چې روښانه دي هغه دا دي چې په دغه سیاسي خوځښت کې به تر ډیره بریده هغه معترض کاندیدان غړي توب ولري کومو چې د نوې پارلمان تر پرانیستې یوه شپه دمخه له ولسمشر سره د ارګ په ماڼۍ کې تر کتو وروسته کرۍ شپه هلته تیره کړي وه.

د معترضو نوماندانو له ډلي د سردار محمد رحمان اغلې په نامه یو بل تن یې وایې چې دوي به د هغه فشار پر وړاندي خپله مبارزه جارې وساتې کوم چې پر وینا یې نوی پارلمان یې هم تر اغیزی لاندي پرانیستل سوی دی.

نوموړی وویل:« مونږ به د بهرنیو ځواکونو او بهرنیو کړیو د هغه فشار د لري کولو پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړو د کوم له مخې چې د دیمیستورا او نورو بهرنیانو ته منسوبه ولسې جرګه پرانیستل سوي ده.»

خو د معترضو کاندیدانو له ډلې یو بل ته د جمیعت اسلامي ګوند ویاند واقع حکیمې بیا وایې چې د معترضو کاندیدانو نوی خوځښت لا په لومړنیو پړاونو کې دی او تر راتلونکو ورځو پوري به په دې اړه ډیر پرمختګونه رامنځ ته سي.

حکیمی وویل :«هر خوځښت په حساسو تاریخي مقاطعو کې په سیاسي خوځښت بدل سي، نن مونږ پر دې خبري وکړي، دا به مخکې له وخته وي چې په راتلونکو دوو دریو ورځو کې د دغه خوځښت جزیات او جوړښت روښانه سي.»

کابل/جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکيم