1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر غني د سولي وړاندیز ته د طالبانو غبرګون

۱۳۹۶ اسفند ۱۰, پنجشنبه

د کابل پروسې، په نوم کنفرانس کې ګډون کوونکو هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانانو په مشرتوب د سولې او بیا پخلایني د پروسې ملاتړ اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/2tUmB
Afghanistan Taliban
انځور: AP

په دغه ګډه اعلامیه کې د طالبانو په گډون پر ټولو وسله والو ډلو باندي غږ شوی دی چې خپل «اهداف د مستیقمو خبرو اترو له لارې تعقیب کړي او ژر تاوتریخوالی ختم کړي.» په بیانیه کې راغلي دي: «د سولې تړون به د ټولو اړخونو له پاره بریا وي، نه ناکامي.»

افغان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سولې کنفرانس په پیل کې طالبانو ته د سولې ته د رسیدو له پاره یو وړاندیز وکړ خو د همدغې ورځې په ماښام بیا د طالبانو له لوري رد شوی دی.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چي که څه هم طالبانو د افغان ولسمشر وړاندیز ستایلی او ویلي دي چې په دې کې «هیڅ شک» نه شته چې غني ښه بیانه ورکړه چې پر سولې متمرکزه وه او ټول پکښې نوې وړاندیزونه وو. خو د هغوی په خبره یوې مهمې موضوع ته پکښې اشاره نه ده شوې.

د طالبانو په وینا د افغانستان د جګړې د دوام اصلی علت د بهرنیو ځواکونو شتون دی. د هغوی په خبره تر هغه وخته چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي د سولې خبرې به بې معنی وي.

طالبانو په خپله انټرنیټ پاڼه کې په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «که چیري اشرف غني د یرغلګرو په حضور کې د سولي خوب ویني، هغه باید په دې پوه شي چې دغه ډول هڅو په تیرو ۱۷ کلونو کې کومه نتیجه نه ده ورکړې.»

ولسمشر غني تیره ورځ دا هم وويل چي که چیرې طالبانو د سولې وړاندیز ومني او د سولې په پروسه کې راگډ شي نو د یوه سیاسي ګوند په توګه به ومنل شي. همداشان هغوی د افغان پاسپورټونو او په کابل کې پر یوه دفتر د پرانیستلو سربیره د هغوی د بندیانو د آزادیدو او پر هغوی د بندیزونو د لیرې کیدو وړاندیز هم شوی وو. افغان ولسمشر د طالبانو پر مشرانو او ټولو غړو غږ کړی وو چې اوس پریکړه ستاسو په لاس کې ده.

ولسمشر غني د «کابل پروسې» کنفرانس ته د وينا پرمهال
ولسمشر غني د «کابل پروسې» کنفرانس ته د وينا پرمهالانځور: Reuters/O. Sobhani

غني په خپله وینا کې ګاونډی هیواد پاکستان هم یاد کړ چې له اوږدې مودې راهیسې پرې امریکا متحده ایالات او افغان چارواکي یاغیانو ته د پټنځایونو د ورکولو تور لګوي. غني وويل چې دواړه هیوادونه خپل تیر هیر کړي او په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي.

د امریکا متحدو ایالاتو او افغان ارقامو له مخې طالبانو اوسمهال د افغانستان پر ۱۳سلنه خاوره کنترول یا نفوذ لري، خو ځیني نوري سرچینې بیا وایي چې یاغیان پر۴۰ سلنه خاوره کنترول یا نفوذ لري.

د آلمان خبري آژانس لیکلي دي چې طالبانو په مکرر ډول له افغان حکومت سره چې هغوی یې «ګوډاګی رژیم» بولي خبرې اترې رد کړي دي او د دې پر ځای يې په مستقیمه توګه له امريکا سره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. طالبانو د دوشنبې په ورځ خپله دغه غوښتنه بیا تکرار کړه. خو واشنګټن او نړیواله ټولنه پر دې باندې ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د سولې په خبرو اترو کې مخکښ وي.

افغان حکومت له دې څخه ډډه وکړه چې په ۲۰۱۷م کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله ارقام خپاره کړي، خو په ۲۰۱۶م کال کې تر ۸۰۰۰ زیات انسانان وژل شوي او شا او خوا ۱۴۰۰۰ ټپیان شوي وو.

همداشان د ملګرو ملتونو له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې په تیر میلادي کال کې د افغانستان ویجاړونکي جګړې په دغه هیواد کې تر لسو زرو زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله او تر ۴۶۰ زرو زیات افغانان یې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل.

dpa,afp(S.R/N.Z)