1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشر ترمپ د سفر بندیز په اړه دویم فرمان هم وځنډول شوی

۱۳۹۵ اسفند ۲۶, پنجشنبه

څو ساعتونه مخکې له دې چې د ولسمشر ترمپ نوی فرمان اجرايي بڼه غوره کړي، یوه امریکايي قاضي د شپږو مسلمان میشتو وګړو پر سفر د بندیز لاسلیک شوی فرمان وځنډوه. ولسمشر ترمپ د دې پریکړې پر وړاندې سخت غبرګون ښولی.

https://p.dw.com/p/2ZGjU
Donald Trump
انځور: picture alliance/AP Photo/E.Vucci

د امریکا متحده ایالاتو په هوایي ایالت کې یوه فدرالي قاضي د ولسمشر دونلد ترمپ له خوا د دوهم لاسلیک شوي هغه فرمان مخه ډپ کړې چې د شپږ اکثره مسلمان میشتو هیوداونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیز وضع کړی. 

امریکايي قاضي ډیریک کې واټسن، د بیړني توقف امر وکړ د کوم له مخې چې د هیواد په کچه دغه فرمان ځنډول کیږي.

له بل لوري بیا په هوايي ایالت کې یو امام هم د ترمپ د دې فرمان پر وړاندې مقاومت کوي او وايي چې دې فرمان امریکا ته د هغې د خواښې د راتګ او له کورنۍ سره د یوځای کیدو مخه نیولې. نوموړي زیاته کړې ده چې «له دې [فرمان] سره د نورو مواردو تر څنګ د هغوی هغه حق ترې اخیستل شوی چې د مذهب او د تابعیت له امله په بهر کې له خپلې کورنۍ سره یو څوک یو ځای کیدای شي.»

د چهارشنبې ورځې د قاضي په دې پریکړه کې همدا راز راغلي چې د دې اجرایوي فرمان دویمه او شپږمه مادې د اجرا کولو له پاره «قانوني نه دي». د یاد فرمان په دویمه ماده کې د شپږو زیاتره مسلمان میشتو هیوادونو اتباع په نښه شوي او امریکا ته د راتګ له پاره د ۹۰ ورځو بندیز پرې وضع شوی. د دې فرمان په شپږمه ماده کې بیا د امریکا د مهاجرت پروګرام د ۱۲۰ ورځو له پاره ځنډول شوی دی.

ترمپ هم د قاضي د دې پریکړې په هکله غبرګون ښوولی او ویلي یي دي چې دغه پریکړه په «بې سابقه ډول تر خپل حده د قضا د پښو غځولو» یوه بیلګه ده. نوموړي ژمنه وکړه چې دغه پریکړه به د امریکا متحده ایالاتو په نورو محکمو کې وننګوي. د امریکا د متحده ایالاتو د عدليي وزارت هم ویلي دي چې دوی د محکمې له پریکړې سره «سخت مخالف دي».

نه عملي کیدل

د روان کال په جنوري میاشت کې هم ولسمشر ترمپ له یوه اجرایوي فرمان سره د اوو اکثره مسلمان میشتو هیوادونو د خپل سیمه ییز متحد عراق په ګډون د ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن وګړي په نښه کړل. په دې تازه لاسلیک شوي فرمان کې بیا د عراق نوم له لیست څخه ایستل شوی دی.

په ناڅاپي توګه د لومړني فرمان د عملي کولو له امله زرګونه کسان زیانمن شول او د امریکا د متحده ایالاتو په کچه ټولو هوايي ډګرونو کې لاریونونه وشول. د دې فرمان له لاسلیکیدو یوه اونۍ وروسته، په واشنګټن کې یوه فدرالي قاضي له دې استدلال سره چې دغه فرمان د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې دی، د دې فرمان د عملي کولو مخالفت وکړ.

بل لوري ته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په فبروري میاشت کې ویلي وو چې د لومړني اجرایوي فرمان له امله یې شاوخوا ۶۰ زره ویزې لغوه کړي دي.

یاد اجرایوي فرمان د اروپا په کچه هم غبرګونونه را وپارول. د لومړني اجرایوي فرمان په ځواب کې، د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل ویلي وو چې له «ترهګرۍ سره مبارزه په هیڅ صورت دا نه توجیه کوي چې یوه ځانګړې ډله کسان دې په عمومي توګه او په دې ځانګړې [فرمان] کې مسلمانان او یا هم د یو ځانګړي هیواد اتباع، تورن وګڼل شي.»