1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هندوستان پر کونسلګرۍ برید دوه کسان وژلي

۱۳۹۴ اسفند ۱۲, چهارشنبه

په جلال آباد کې د هندوستان پر کونسلګرۍ باندي د موټر بم په برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. چارواکو زیاته کړې ده چې د چهارشنبې ورځې په برید کې ۱۹ کسان نور ټپیان شوي هم دی.

https://p.dw.com/p/1I5TJ
انځور: Reuters/Parwiz

د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوږیاڼي، دغه پیښه تائید کړې ده. په کابل کې د هندوستان سفارت یوه چارواکي انیل کومار، روښانه کړې ده چې په جلال آباد کې د هندوسان د کونسلګري ټول کارکوونکي روغ رمټ دي.

هغه ویلي دي چې برید کوونکی د کونسلګري له لومړي دیوال څخه په تیریدو نه دی توانیدلی. تر اوسه پوري لا کومي ډلي د دغي پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

تر دې مخکې په جنوري میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د پاکستان پر کونسلګري باندې هم برید شوی وو، چې په پایله کې یې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په افغانستان کې کله نا کله د هندوستان پر دیپلوماتیکو څانگو باندي بریدونه کیږي. تر دې مخکې په کابل کې د هندوستان پر سفارت باندي خونړي بریدونه شوي دي.

طالبان ډیر وخت په افغانستان کې د هندوستان پر سفارت باندي بریدونه کوي. یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان له طالبانو څخه په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ د ډیریدو په موخه ابزاري استفاده کوي.