1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د هندوستان د پریمیر لیګ په بولۍ کې د افغان لوبغاړو ریکارډ

۱۳۹۶ بهمن ۸, یکشنبه

د روان کال د هندوستان پریمیر لیګ سیالیو ته ټول ۱۰ افغان لوبغاړي د خرڅلاو له پاره وړاندې شوي وو. د بولۍ په دې دوه ورځني پروګرام کې یوازې څلور افغان لوبغاړي په ښو بیو واخیستل شول.

https://p.dw.com/p/2rfMO
Rashid Khan
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Brady/PA

د افغانستان کرکیټ بورډ د هندوستان پریمیر لیګ سیالیو له پاره ټول ۱۰ لوبغاړي وړاندې کړي وو. د لوبغاړو په دې لړ کې راشد خان او محمد نبي عیسی خیل یوازې دوه هغه لوبغاړي وو چې تر دې دمخه یې هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه او ښې لوبې یې کړې وې.

د بولۍ پروګرام له پاره د کرکیټ ټول مینه وال انتظار وو، خو د دوی دغه خوښي هغه وخت په غم واوښته چې په کابل کې یوه ځانمرګي موټر بم چاودنې له سلو ډیر افغانان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل. تر همدې پیښې څو ساعته وروسته، راشد خان ارمان لومړنۍ افغان وو چې د بولۍ په دې مراسمو کې د سن رایزر حیدراباد لوبډلې لخوا د تیر ځل په پرتله په خورا لوړه بیه یعنې ۹۰۰ لکه هندي روپۍ چې نږدې یو نیم میلیون ډالر کیږي (۱،۴۱۵،۷۰۰) واخیستل شو.

سربیره پر دې د روانو سیالیو له پاره محمد نبي عیسی خیل هم د همدې لوبډلې لخوا د ۱۰۰ لکه هندي کلدراو چې ۱۵۷ زره او ۳۰۰ ډالر کیږي وپیرل شو.

BBL Australien - Renegades - Mohammad Nabi
انځور: Getty Images/D. Traynor

د بولۍ دوهمه ورځ افغانستان ته له دې امله هم ځانګړې وه چې د افغانستان د ۱۹ کلونو څخه د کم عمر لرونکي دوه لوبغاړي هم په خورا ښه بیه د مختلفو لوبډلو له لوري واخیستل شو.

د ای پي ایل په تاریخ کې د افغان لوبغاړو ریکارډ

د بولۍ په دوهمه ورځ د افغانستان د ۱۹ کلنې لوبډلې ورو توپ اچوونکی ۱۶ کلن مجیب ځدراڼ د ۴۰۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې چې ۶۲۹ زره او ۲۰۰ ډالر کیږي، د کینګ ایلون پنجاب له لوري واخیستل شو. په دې توګه د دې لوبو په تاریخ کې به دا لومړی ځل وي چې یو ۱۶ کلن لوبغاړی په دې لوبو کې برخه اخلي. مجیب ځدراڼ په ۲۱ پیړۍ کې زیږیدلی لوبغاړی دی چې په دې سیالیو کې برخه اخلي.

IPL 2018 Logo

څلورم افغان لوبغاړی هم د ۱۹ کلنې لوبډلې لوبغاړی او ورو توپ اچوونکی ظاهر خان پکتین دی. هغه د راجستان رایل لوبډلې له خوا د ۶۰ لکه هندي کلدارو په بدل کې چې ۹۴ زره او ۳۸۰ ډالر کیږي وپیرل شو.

د هندوستان پریمیر لیګ سیالیو ته نور لوبغاړي هم وړاندې شوي وو چې د کومې لوبډلې له خوا وانه خیستل شول. په دوی کې نجیب ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، ګلبدین نایب، دولت ځدراڼ، محمد شهزاد، ظاهر خان پکتین او شفیق الله شفق شامل وو.

د هندوستان پریمیر لیګ سیالۍ د روان کال د اپریل میاشتې په ۴ نیټه پیلیږي چې وروستی یا فاینل لوبه یې د مې میاشتې په ۳۱ نیټه ترسره کیږي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: