1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هند له لوري په ډزو کې یوولس ته وژل شوي»

۱۳۹۵ آذر ۳, چهارشنبه

د پاکستان پوځ او چاوراکي وایي چې د هند له خوا په ډزو کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې کورونه او د سپارلیو یو موټر لگیدلي دی چې لږ تر لږه یوولس ملکي کسان پکښې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2T6Oy
Indien Pakistan Tote nach Angriff auf indisches Militärlager
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه وروستۍ خونړۍ پیښه د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د دواړو هیوادونو چې د اتومي وسلو خاوندان دي، وروستۍ ترینگلتیا په گوته کوي.

نوموړي خبري آژانس د مرستیال کمیشنر وحید خان، له قوله کی لیکلي دي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د نیلم په دره کې د توپخانې د فیرونو په پایله کې د سپارليو یو موټر هم لگیدلی دی چې نهه تنه یې وژلي دي. زیاته شوې ده چې درو تنو ځای پر ځای او نور شپږو تنو بیا وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. په دغه پیښه کې د یو شمیر کسانو د ټپي کیدو رپوټ هم ورکول کیږي.

د وسیم خان په نوم د پولیسو یوه چارواکي اسوشیتد پرس ته ویلي دي چې د کوټلي ولسوالۍ په نکیال سیکټر کې د هاوان مرمۍ د برید په پایله کې دوه نور ملکي وگړي وژل شوي دي. د هغه په خبره د فیرونو له کبله خلک له خپلو کورونو وتلي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د پاکستان پوځ د هندي پوستو پر لور بیرته ځوابي ډزې کړي دي. په بیانه کې دا هم راغلي دي چې یو امبولانس موټر چې د پیښې ځای ته روان وو هم تر برید لاندې راغلی دي.

نوموړي خبري آژانس د هند د پوځ ویاند نتن جوشي، له قوله لیکلي دي هندي ځواک د پاکستان له لوري د ډز بندۍ له تړون څخه سرغړونې ته غبرگون ښوولی او زیاته کړې یې ده چې پاکستاني ځواکونو پر یو شمیر هندي پوستونو باندې فیرونه کړي دي.

د هند یوه بل جگپوړي پوځي افسر د نوم د نه ښوولو په شرط دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې هندي ځواکونو د خپلو پوځیانو پر یوې گزمې باندي برید ته غبرگون ښوولی دی، چې درې هندي عسکر پکښې وژل شوي دي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د برید کوونکو له خوا د یوه هندي عسکر د بدن غړې پرې شوي هم دي.

په وروستیو اوونیو کې د متقابلو ډزو د خونړو پیښو د زیاتیدو رپوټونه ورکول کیږي. د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې وروسته له هغې ډیري ترینگلې شوي دي چې په سپتمبر میاشت کې وسله والو یاغیانو د هند تر ولکې لاندي کشمیر کې د هندي عسکرو پر یوې اډې برید وکړ. هند تور لگولی وو چې ددغو یاغیان ملاتړ پاکستان کاوه، خو اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي.

دواړه هیوادونه د لاین آف کنټرول یا اوسنۍ موجوده پولي په اوږدو کې پر یو بل د فیرونو د پیلولو تورونه لگوي. یوازي په روانه میلادي اوونۍ کې د پولې دواړو غاړو ته ۱۸ ملکي او پوځي کسان وژل شوي دي.

نور مطالب: