1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند او امريکا د ستراتيژيکو خبرو اترو نوی پړاو

۱۳۹۰ تیر ۲۸, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينټن د سې شنبې په ورځ د هندي چارواکو سره د ژورو امنيتي همکاريو او تجارتي اړيکو پر سر خبري کوي.

https://p.dw.com/p/11zGy
د امريکا د متحده ايالاتو او هندوستان د بهرنيو چارو وزيران
د امريکا د متحده ايالاتو او هندوستان د بهرنيو چارو وزيرانانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن په دوه ورځني سفر هندوستان ته رسېدلې. په پام کي ده چي نن د« سې شنبې» په ورځ د امريکا د متحده ايالاتو او د هندوستان ترمنځ د ستراتيژيکو خبرو اترو د نوي پړاو غونډي پيل سي. د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري سره پدغه سفر کي يو۲۵ کسيز پلاوي مل دی.

هندوستان به د افغانستان څخه د امريکاي ځواکونو وتل او د خپل ګاونډي دښمن پاکستان سره د خبرو اترو نوي پيل ته هم پدغه ستراتيژيکو خبرو کي ځای ورکړي.

کلنټن د هندوستان د امنيتي سلاکار او د بهرنيو چارو د وزير سره ليده کاته کړي او په پام کي ده، چي نن به د هندوستان د لومړي وزير منموهن سنګهـ سره هم وګوري.

کلنټن ويلي چي درې داسي ساحي سته چي دواړه هيوادونه پکښي د همکاريو په اړه ژورغور کولای سي. تجارت او پانګونه، امنيتي همکاري او په ملکي ساحه کي د هستوي انرژۍ څخه ګټه اخيستنه.

کلنټن د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سر تر ليدو وروسته ويلي چي د دواړو هيوادونو په خبرو اترو کي پرمختګ سوی.

کلنټن هندوستان ته دا سفر په داسي وخت کي کوي چي تيره اونۍ په ممبی کي بمي بريدونه ترسره سوي ول، چي پکښي ۱۹ تنه وژل سوي او شاو خوا ۱۳۰ تنه ټپيان سوي ول.

د دغه بريدونه پړه چا پرغاړه نه وه اخيستي خو په تيرو وختونو کي به د داسي بريدونه پړه پر هغه ډلو اچول کيد، چي د پاکستان د ملاتړ څخه برخمني وې.

يو لوړپوړي امريکايي چارواکي ويلي:« موږه پدې باور يو چي په تيرو څو مياشتو کي د پاکستان او هندوستان تر منځ په خبرو اترو کي ښه پرمختګ سوی دی.»

هندوستان په ۲۰۰۸ م کال کي پر ممبی تر بريدونو وروسته د پاکستان سره د سولي خبري اتري درولي وې. د دواړو ګاونډي هيوادونو تر منځ د روان کال په سر کي بيرته د خبرو اترو سلسله شروع سوې ده.

د پاکستان سره د امريکا د متحده ايالاتو اړيکي د څه مودې راهيسي هم خړي پړي وي، خو اسلام آباد ته څيرمه د يوې پوځي چاوڼي تر څنګ د اسامه بن لادن تر وژني وروسته دغه اړيکي خورا ډيري ترينګلي سوي دي. دوې اوني وړاندي د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان د ۸۰۰ ميلونو ډالرو پوځي مرسته هم وځنډوله.

هندوستان د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو انديښمن کړی، او ويره لري چي اسلام پاله ډله به د پاکستان په مرسته د دغي تشي څخه په ګټه اخستو سره قدرت ته ورسيږي.

کلنټن د يکشنبې په ورځ اروپايي هيواد يونان ته خپل رسمي سفر پای ته رسولی وو او د دوشنبې په ورځ هندوستان ته رسيدلې. د هند څخه وروسته به هغه چين، هنکانگ او اندونيزيا ته هم سفرونه وکړي.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل