د هلموت کول پر مړينه غبرګونونه
۱۳۹۶ خرداد ۲۷, شنبهد هلموت کول مړيني په ټوله نړۍ کي د خواښينۍ غبرګونونه رامنځ ته کړي دي. په دې ترڅ کي د اروپا، ناټو او په همدې شان د پخواني شوروي واکمنانو د هغه پر مړينه خواښيني ښودلې ده.
د پخواني شوروي اتحاد ولسمشر ميخايل ګورباچوف په خپل غبرګون کي ويلي چي د آلمان په بېرته متحده کيدو کي د هلموت کول رول زښت مهم ؤ. هغه ويلي چي دا ډېر پر ځای کار دی چي آلمان هلموت کول ته «د يووالي د صدراعظم» خطاب کوي.
د کول د صدراعظمۍ پر وخت د امريکا د متحده ايالاتو پخواني ولسمشر جارج بوش په خپل غبرګون کي هلموت کول «د آزادۍ دوست» بللی دی. د متحده ايالاتو بل پخواني ولسمشر بل کلنټن ويلي چي هلموت کول پر خپل وخت و مهمو پوښتنو ته اړين او درست جوابونه وويل.
د بريتانيې لومړۍ وزيري تيريسا مې، د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون، د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ او يو شمېر نورو نړيوالو سياستوالو هم د هلموت کول پر مړينه خپل د غمشريکۍ پيغامونه لېږلي دي.
د آلمان د پخواني صدراعظم هلموت کول په مرګ سره «يو ډېر ستر آلمانی» هم مړ شوی دی. دغه خبره د آلمان خارجه وزير، زيګمار ګابريل وکړه. د ګابريل په قول، کول د آلمان د يووالي تر څنګ د اروپا د يو ځای کېدو له پاره هم عملي کار کړی دی. ګابريل دغه لاسته راوړنې د «کول اصلي ميراث» وباله.
د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند له خوا صدراعظمۍ ته ولاړ، مارتين شولڅ د هلموت کول کونډې ته د يو ليک د لارې غمشريکي وکړه. په دغه ليک کې يې د آلمان پخوانی صدراعظم د يو ستر اروپايي په صفت ستايلی دی. ليکلي يې دي: «هلموت کول د آلمان او اروپا له پاره تاريخي لارې سمې کړې دي او داسې لاسته راوړنې لرلې دي چې بقا لرونکې دي او هيڅکله به هم هېرې نه شي.»
د ټولو سياسي او ګوندي پولو ها خوا د آلمان سوسيال دموکراتانو هلموت کول ته په درنه سترګه وکتل او د هغه سياسي کارنامه يې وستايله.
زرغون او چپي ګوندونو هم غبرګون ښکاره کړ
د زرغون ګوند مشرتابه د هلموت کول د مړينې خبر په خپله تازه پيل شوې ګوندي کنګره کې تر لاسه کړ. د زرغون ګوند مشر، جم اوزدمير وويل د کول له ګوند سره د ټولو لانجو سربېره، د سي دي يو ګوند د پخواني مشر په اړه يوه انګېرنه ډېره د درناوي وړ ده. هغه دا چې: «يو ستر اروپايي راڅخه تللی دی.»
د په سلګونو ګوندي استازو په حضور کې اوزدمير وويل: «د هغه نوم به تل د آلمان له جګړې وروسته په تاريخ کې له يوې تر ټولو ښې پروژې سره وتړل شي، يعنې د آلمان له يووالي سره.»
د تورينګن آيالت صدراعظم، او د چپي ګوند غړي بودو رامېلو د آلمان په يووالي کې د پخواني صدراعظم هلموت کول لاسته راوړنې وستايلې. رامېلو په ايرفورت کې وويل: «هغهْ د سوله يز انقلاب له چانسونو څخه ګټه واخيستله څو د آلمان د يووالي سوله يز بهير ته لاره هواره کړي.»
يونکر هم خواشيني څرګنده کړه
د آلمان پخواني صدراعظم ګېرهارد شرويدر ورمخکې صدراعظم هلموت کول د يو «ستر هېواد پال او اروپايي» په صفت وستايه. د اس پي دي ګوند سياستوال، شرويدر، وويل: «زموږ د هېواد او زموږ د قارې د يووالي بهير به ټول عمر د هغه له نامه سره هم تړلی پاته وي.»
په ۱۹۹۸ کال کې د سختې انتخاباتي سيالۍ او په اساسي توګه د مختلفو نظرياتو په لرلو سربېره هم شرويدر د کول «د تاريخي لاسته راوړنو ستر درناوی» وکړ. د اروپايي اتحاديې د کميسيون رئيس، ژن کلود يونکر د هلموت کول د مړينې له کبله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده. د يونکر په خبره «زه د هلموت کول د مړينې له کبله ډېر خواشينی يم، هغه زما نژدې ملګری وو. هغهْ زه د اروپا په ټولو لارو کې بدرګه کړی يم او لارښوونه يې راته کړې ده.»