1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هلمند په يو شمېر سيمو کي د کوکنارو ماتول پيليږي

۱۳۸۹ اسفند ۱, یکشنبه

دهلمند والي محمد ګلاب منګل په هغه غونډه كې چې د كوكنارو ماتولو د پلان جوړوني لپاره جوړه سوې وه وويل چې سږ كال به د نورو كلونو په توپير لس ورځې ورسته د كوكنارو د ماتولو كامپاين پيل سي.

https://p.dw.com/p/R2XS
«كامپاين به د هلمند په هغه لسو ولسواليو كي پيل سي، چيري چي دولت واكمن دی.»
«كامپاين به د هلمند په هغه لسو ولسواليو كي پيل سي، چيري چي دولت واكمن دی.»انځور: AP

والي وويل سږ كال به ځكه د تارياكو د اړولو كامپاين ناوخته پيل كړي چي له يوي خوا كوكنار يخ وهلي اوله بلي خوا واړه دي نو له هم دي امله يې د پيل ڼيټه هم توپير موندلی.

همدار راز والي وويل چي دوه كاله وړاندي د كامپاين د پلي كولو پرمهال ۱۷پوليس وژل سوي او ۴۵ تنه هم ټپيان سوي ول. خو تيركال ته د وژل سو پوليسو كچه ۶ ته راټيټه سوه او سږ كال مو هڅه داده چې په كمو تلفات سره زيات كار كړو.

ګلاب منګل زياته كړه چي ملي اردو او دعامه نظم پوليس به هم د كامپاين په امنيت ساتلو كي ورسره مرسته وكړي.

د هلمند والي وايي بهرني څواكونه دي ورسره دهغو تارياكو په ماتولو كي مرسته وكړي چي په دښتو كي كرل سوي او د پلان د ساحې څخه دباندي دي.

د والي په خبره داكمپين به د هلمند په هغه لسو ولسواليو كي پيل سي، چيري چي دولت واكمن دی.

خو د ګرشك ولسوال محي الدين خان وويل چي په كليو كي ډير تارياك نه دي كرل سوي، ځكه هغوي ته د فوډ زون پرګرام رسيدلى دى او موږ كولای سو په لږو ورځو كې يې كوكنار مات كړو.

خو ستونزه داده چي په دښتو كي تارياك ډير كرل سوي او دهغوی ماتول په پلان كي نه دي راغلي.

د يادولو وړده چي په هلمند كې به د كوكنارو ماتولو كامپاين د همدې فيبرورۍ مياشتې پر ۲۸مه نېټه پيل سي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل