«د هلمند ناوه ولسوالي طالبانو نیولې ده»
۱۳۹۵ مهر ۱۲, دوشنبهد جرمني خبري آژانس ليکلي چي د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ يوه مامور د نوم د نه ښوولو په شرط ويلي دي چي ياده ولسوالي د دوشنبې ورځي په سهار وختي وسله والو طالبانو نيولې ده.
هغه ويلي دي چي تيره شپه ناوخته پر دغي ولسوالۍ باندي يرغل پيل سو او سهار وختي د ولسوالۍ مرکز سقوط وکړ.
ويل کيږي چي د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ او بازار وسله والو طالبانو نیولي دي.
د هغه په خبره د ولسوالۍ امنيه قوماندان احمدشاه سلیم، هم په دغه جگړه کي وژل سوی دئ. ناوه ولسوالي د هلمند ولايت مرکز لښکرگاه ښار ته نژدې پرته ده.
وسله وال طالبان له څو مياشتو راهيسي کوښښ کوي چي د دغه ولايت ډېري سيمي تر خپل کنترول لاندي راولي. د افغان حکومت وسله وال مخالفان تر اوسه پوري توانېدلي دي چي د دغه ولايت له ۱۴ ولسواليو څخه پر پنځو باندي بشپړ کنترول ولري او د ۶ ولسواليو ځيني برخي ئې نيولي دي.
د هلمند ولايت د ناوې ولسوالي د سقوط خبر له هغو خبرونو سره يو ځای خپريږي چي ويل کيږي په کندز ښار کي دننه هم د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواک ترمنځ جگړه روانه ده.
د کندز ولايت د امنيتي چارواکو په خبره د دوشنبې په شپه ناوخته وسله والو طالبانو پر کندز ښار باندي له څلورو اړخونو يرغل پيل کړی او اوس د ښار په دريمه ناحيه کي جگړه روانه ده.
نور مطالب