د هلمند سنګین ولسوالي طالبانو نیولې ده
۱۳۹۶ فروردین ۳, پنجشنبهسنګین ولسوالۍ یو مهال د طالبانو او بریتانیایي ځواکونو تر منځ د جګړې تود ډګر وو. خو د ۲۰۱۴م کال په پای کې له افغانستان څخه د ډېرو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، اوس دغه ولسوالي ته د افغان ځواکونو د وړتیاو د یوې آزموینې په سترګه کتل کیږي.
د سنګین ولسوالۍ د پولیسو قوماندان محمد رسول، ویلي دي چې طالبانو دغه ولسوالۍ د پنجشنبې په ورځ سهار وختي نیولې ده. د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي، هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سنګین د نیولو ادعا کړې ده.
رسول چې له سنګین ولسوالۍ څخه لیرې د تلیفون له لارې له اسوشیتد خبري آژانس سره خبري کړې دي، ویلي چې د دغه ولسوالۍ مرکز په سمه توګه نه ساتل کېدی. هغه زیاته کړې ده چې د طالبانو د برید پر مهال د ولسوالۍ په ودانۍ کې یوازې اته پولیس او ۳۰ افغان سرتیري موجود وو.
روسول روښانه کړه چې افغان ځواکونه اوس سنګین ولسوالۍ ته نزدې د دې سیمې بیا نیولو ته چمتووالي نیسي. خو هغه روښانه کړې نه ده چې په دې موخه عملیات به کله پیل شي.
هغه یوازې وویل: «اوس موږ د ولسوالۍ د بیا نیولو له پاره چمتوالی نیوسو.»
تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې افغان ځواکونه به په دې برخه کې د بهرنیو ځواکونو مرسته وغواړي او که نه. په کابل کې له سنګین څخه و پارلمان یوه غړي محمد هاشم الکوزي، پر افغان امنیتي ځواکونو باندې د ژر اقدام کولو غږ وکړ.
هغه روښانه کړه چې د طالبانو لاس ته د دې ولسوالۍ لویدل به د ټول هلمند ولایت له پاره ناوړي پایلې ولري.