د هرات په پوهنتون کي د 1.6 ميليونو ډالرو په ارزښت نوی پرروژي پیلیږی
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۱, چهارشنبهد هرات د پوهنتون د بيا رغوني لپاره د امريکا متحده ايالاتو او د هيواد د لوړوزده کړو د وزارت په لګښت نوي پروژي ورکړل شوي. د دغه پوهنتون د ژورناليزم او زراعت ديپارتمنتونه هم په پوهنځيو ته تبديل شول.
ډير شمير محصلين او استادان د بيارغوني تازه پروګرام ته اميد وار دي او وايي چي تير مهال يي په دغه اړوند ستونزي ګاللي.
د هرات د پوهنتون د ژورناليزم،او زراعت ديپارتمنتونه د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت په تاييد په پوهنځيو پبديل شول او د همدغه وزارت د پرمختيايي اداري له خوا 1.6 ميليونه ډالر د نورو بيلابيلو برخو د رغوني لپاره د هرات د پوهنتون په واک کي پريښودل شوي.
د هرات د پوهنتون ريس، بارز حسيني، د لوړو زده کړو د وزارت او د امريکا متحده ايالاتو د پرمختيايي اداري مامورينو سره د پوهنتون د بيارغوني د پروژو د تړون دلاسليکولو خبر د هرات د پوهنتون محصلينو او استادانو ته ورکړ. ده وويل: «بل ښه خبر چه زه يي تاسو ته لرم دا دي چه د کمپيوتر ساينس د برخي لپاره هم د وداني د جوړښت کار لنډي راتلونکي کي پيليږي. نقشه يي برابره شوي او پيسي مرکزهم راکړي.»
په هرات کي د امريکا د سياسي چارو مسول، براد هنسن، په دي هکله وويل چي هيواد يي د هرات د پوهنتون لپاره دري مليونه امريکايي ډالره د روان کال په بودجه کي بيل کړي چه له مخي به يي دلته د ژورناليزم د څانګي د محصلينو لپاره د عملي کارونو لپاره د يوي تلويزيوني شبکي په جوړښت سربيره، دري پوړيزه وداني جوړه کړي.
د ه زياته کړه چي د همدغي پوهنځي اووه تنه استادان به د امريکا په يو معتبر پوهنتون کي د دوکتورا په کچه د زده کړو دوام ته ومنل شي.
هرات: شريف شرفيار
کتونکي: عبدالبار حکيم