د هالند پارلماڼي ټاکنې په ورستیو شیبو کې
۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبهد ټاکنو حوزې د منځني اروپا د ماخستن په ۲۱ بجو تړل کیږي. په دغو ټاکنو کې ۲۸ گوندونه سیالي کوي. دا چې کوم گوند به لومړی مقام وگټي، لږ تر لومړیو نتایجو ته به انتظار وباسو. د تیرو ورځو ټول پوښتنو او د دومره زیات شمیر گوندونو په پام کې نیولو سره هیڅ گوند غوڅ اکثریت نه شی گټلی. د هالندي رسنیو د نن ورځي د رپوټونو له مخې هغه گوند لومړی مقام ته ښايی بریالی شي چې د پارلمان د ۱۵۰ څوکیو د لږ تر لږه ۲۷ څوکې ترلاسه کړي.
په دغو ټاکنو کې د دو گوندونو تر منځ یعنی د هالند د واکمن صدراعظم، مارک روته د «آزادی او دیموکراسی لپاره» د ولس گوند چې یو محافظه پال سیاست لري او د عوام پال او بهرنیانو ضد سیاستوال، گیرت ویلدرز « د آزادی لپاره گوند» تر منځ سخته سیالی روانه ده.
که څه هم د دوو میاشتو مخکې نظر پوښتونو کې د نوموړي عوام پال گوند د صدراعظم روته له گوند څخه لږ مخکې ؤ، خو د یکشنبه د ورځي وروستی نظر پوښتنه ښیی چې د ښاغلي ویلدرز عوام پال گوند خپل قوت تر یوې کچې له لاسه ورکړی. عوام پال ویلدرز د کمپاین په ټوله موده کې په هالند کې د بهرنیانو، مهاجرو او په خاصه توگه د میشت مسلمانانو پرضد د عامو خلکو د لمسولو هڅه کړې ده.
صدراعظم روته په یوه وروستی تلویزونی مناظرې کې چې د عوام پال، گیرت ویلدرز سره درلوده، وښودله چې هغه کولای شي، پرته له دې چې د اروپا له اتحادیی سره او یا د بهرنیانو او مهاجرو او یا هم د مسلمانانو پرضد مخالفت وښودل شي، هالند کولای شي چې خپلی ملي گټي خوندی وساتي.
په دغې مناظرې کې یوه غټه موضوع له ترکیې سره د هالند اړیکي وې چې د ترکیې د یو ریفرندم د کمپایونو پر سره خړپړې شوي دي. د آلمان پر خلاف، هالند د ترکیې حکومت هیڅ سیاستوال او حتی د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورنه کړه چې د دغه ریفرندم لپاره هلته په کمپاین لاس پورې کړی. سیاسي تحلیلونکي وايي چې د هالند د حکومت دا مخالفت، واکمن صدراعظم ته ښه چانس په لاس ورکړ چې هالندیانو ته وښیی چې د هغه گوند کولای شي چې د هالند ملی گټي او ارزښتونه وساتي، هغه څه چې عوام پالو اوبهرنیانو ضد ډلو په انتخاباتی کمپاینونو کې هڅه وکړه چې هالندیان وویروي چې گواکې هالند د ترکي، مراکشي او نورو بهرنیانو د هستوگنې سره د اسلامي کیدو او پردیتوب په لور روان دی.
د هالند ټاکنې د فرانسې او آلمان له ټاکنو څخه مخکې د اروپا د راتلونکې لپاره خورا اهمیت لري. د گیرت ویلدرز گوند د اروپا د اتحادیې مخالف دی او د برتانیا په خير له هغې څخه د وتلو لپاره غږ کړی دی.