1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هالند پارلمان پر برقع بنديز ولگاوه

۱۳۹۵ آذر ۱۰, چهارشنبه

د هالند پارلمان اکثريت استازو د برقع د بشپړ بندیز په پلوۍ رای ورکړه. په دې توګه به ښځې نوره اجازه ونه لري چي په عامه ځايونو کې برقع پرسر کړي. سرغړونکي به ۴۰۰ يورو جريمه کيږي.

https://p.dw.com/p/2TUup
Niederlande Amsterdam Frauen mit Vollverschleierung
انځور: picture-alliance/ANP/R. Vos

د هالند پارلمان د سه شنبې په ورځ هغه قانون تصويب کړ، چي له مخي ئې په عامه ځايونو کي د برقع پرسر کول او بشپړ حجاب لرل منع دي. دغه قانون بايد اوس سنا مجلس تائيد کړي.

د هالند حکومت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې که څه هم چې ټول وګړي د خپلي خوښي لباس اغوستلو حق لري خو په ځينو ځايونو کې د دې آزادۍ محدودول اړين وي. په دې ترڅ کې د امنیتي او عامه خدماتو د مرکزونو يادونه شوې ده.

ويل شوي دي که څو په عامه ځايونو يا ترانسپورت کي له برقع او حجاب سره راڅرگند شي، له ۴۰۰ تر ۵۰۰ يورو پوري به جريمه شي. په هالند کې داسي ښځي ډېري لږ دي چې بشپړه حجاب کوي.

د پارلمان له خوا د منل شوې دې قانون له مخې به په داسې ځايونو کې د مخ پټولو اجازه نه وي چې هلته پيژندګلوي اړينه وي. په دې کې دولتي دفترونه، عامه ترانسپورت، ښوونځي او روغتونونه شامل دي. یعني په دې ځايونو کې به ښځې د مخ پټولو اجازه نه لري.

د مخپټۍ پر موضوع په ټوله اروپا کې نظرونه بېل بېل دي. په فرانسه او بلجيم کې پر نقاب بشپړ بندیز دی، خو په ځينو اروپايي هيوادونو کې بيا يوازې په ځينو ایالتونو يا سيمو کې دا بندیز عملي کيږي.

هالند د اروپا په هغو هيوادونو کي شمېرل کيږي چې زغم لر، خو په ۲۰۰۶م کال کې د يوه لانجمن فيلم جوړونکي تهيو فان ګوخ، تر وژل کيدو وروسته هلته توکمپالنه په ښکاره توګه ډيره شوې ده. يوه مسلمان په عام محضر کي فان ګوخ، وواژه.

د هالند په پارلمان کې د برقعې د بندیز وړانديز د کورنيو چارو وزیر رونلد پلاستیرک کړی وو. د هغه دريځ دا دی چې په پټ مخ د عامه خدماتو په څانګو کې په خبرو اترو کې ستونزي رامنځته کيدای شي او دا امنيت ته خطر پيښولای شي.

نور مطالب: