د نړې لنډ خبرونه له متن او انځور سره
د ا فغانستان په غرب کې طالبانو پولیس سرتیري وژلي
د یکشنبې په ورځ د افغانستان په غرب کې چارواکو ویلي چې طالبانو د هرات په ولایت کې د پولیسو لس سرتیري وژلي. د هرات د ولایت مقام ویاند، فرهاد جیلاني د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې د سلما بند ته څیرمه د شنبې ورځې په پای کې له پولیسو سره په دې جګړه کې څلور وسلوال طالبانو هم وژل شوي. د سلما بند تیر کال د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي او د ولسمشر غني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پاکستان د ټانکر د اور اخیستنې په پیښه کې درنه مرګ ژوبله
د پاکستان د لاهور ښار په بهاولپور کې په لویه لار باندې د تیلو د یوه ټانکر د چپه کیدو او اور اخیستنې له امله له سلو ډیر کسان وژل شوي. دغه کسان په داسې حال کې وژل شوي چې له چپه شوي ټانکر څخه یې تیل ایستل او تیلو اور واخیست. وروستي رپوټونه بیا وايي چې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۴۸ کسانو ته لوړ شوی او د لسګونو نورو کسانو حالت هم نازک ښوول شوی دی.
په سپینه ماڼۍ کې سږ کال د اختر مراسم ترسره نه شول
د لومړي ځل له پاره سپينې ماڼۍ د روژې په پای کې د مسلمانانو د اختر د لمانځنې له پاره مراسم ترسره نه کړل. د دې پرځای د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ د نړۍ مسلمانانو ته چې هر کال اختر لمانځي د هغه په وینا «د زړه له تل څخه سلامونه» لیږلي. د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر، بل کلینټن له دورې را په دیخوا سپینه ماڼۍ د مسلمانانو د اختر او یا هم د روژه ماتي له پاره یو لړ مراسم ترسره کول.
په همبورګ کې د «جي ۲۰» سرمشریزې پر ضد لاریون
د آلمان په همبورګ ښار کې د ترسره کیدونکي جي ۲۰ سرمشریزې چې پکې د نړۍ ستر صنعتي او د پرمختګ په حال کې هیوادونه برخه اخلي، دوه اونۍ مخکې د دې کنفرانس پرضد اعتراضونه شکل نيسي. د افغانستان، سوریې، سوډان او اریتریا مهاجرینو په دې مظاهرو کې برخه اخیستي او د اخراج د بندولو نارې یې وهلي. دوی په شعارونو کې د نا محدوده اقامت غوښتنه هم کوله.
په بریتانیا کې سایبري بریدونه
د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې د رپوټ په حواله، د بریتانیا د پارلمان ادارې د پارلمان غړي د یو ایمیل په لیږلو سره دوی د یوې دوامداره او قاطع سایبرې برید په هکله خبر کړي دي. په دې ترتیب سره، د دې هیواد د پارلمان غړي اوس خپلو ایمیلونو ته له بهر څخه هیڅ راز لاس رسی نه لري. د یادولو وړ ده چې د تیرې مې مایشتې په اوږدو کې په ټوله نړۍ کې یو لړ سایبري بریدونه ترسره شول.