د نړۍ په کومو هیوادونو کې د مهاجرت کړکیچ روان دی؟
اوس مهال په نړۍ کې د بې کوره او مهاجرت ته د اړ شوو کسانو شمیر ډیر لوړ دی چې له کبله یې په یو شمیر هیوادونو کې د مهاجرت کړکیچ روان دی.
بروندي
د روان میلادي کال د می میاشتې په وروستیو ورځو کې د افریقایي هیواد بروندي د مهاجرو شمیر ۴۲۴۴۷۰ تنو ته رسیده. د دغو مهاجرو کابو ۵۷ سلنه په تنزانیا کې او نورو یې په اوګندا، کانګو او رواندا کې پناه اخیستې. په بروندي کې د اقتصاد خرابوالی، د خوراک څښاک د توکو قلت او ناروغۍ د تیښتې سبب ګرځي. د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ سږ کال د بروندي مهاجرو له پاره د د ۳۹۱ میلیونه امریکایي ډالرو غوښتنه کړې.
کانگو
د می میاشتې په په پای کې په افریقايي هیوادونو کې د کانګو جمهوریت د پناه غوښتونکو شمیر ۷۳۵۰۰۰ تنو ته رسیده. د کانګو جمهوریت په بیلا بیلو سیمو کې وسله وال کړکیچونه روان دي او د دغه هیواد د مهاجرینو کړکیچ ډیر پیچلی انګیرل کیږي. له ۲۰۱۷م کال راهیسې د دغه هیواد په میلیونو کسان بې کوره شوي دي او پر دې سربیره د نورو ګاونډیو هیوادونو شا او خوا ۵۰۰ زره خلکو هم په کانګو کې پناه اخیستې ده.
عراق
په عراق کې د وسله وال کړکیچه له کبله له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر اوسه له درو میلیونو زیات کسان بې کوره شوي دي. د تازه شمیرو له مخې دا مهال ۲.۱ میلیونه عراقیان بې کوره دي او د خپل هیواد دننه په سرپناوو کې ژوند کوي. شا او خوا ۲۶۰ زره عراقیانو بیا په نورو هیوادونو کې د پناه اخیستو له پاره خپل هیواد پریښی دی.
روهنګیايي مهاجر
د ۲۰۱۷م کال د اګست میاشتې له ۲۵مې نیټې څخه د روان میلادي کال د می تر وروستیو ورځو پورې په بنګله دیش کې د پناه اخیستونکو روهنګیا مسلمان لږکیو شمیر ۷۱۳ زره کسانو ته رسیدلی دی. روهنګیا د میانمار لږکي دي چې د هیڅ کوم هیواد تابعیت نه لري. ملګرو ملتونو په خپلو بیلا بیلو رپوټونو کې د روهنګیا پر وړاندې د میانمار د پوځ تاوتریخوالی له نسل وژنې سره پرتله کړی دی.
سوریه
سوریه چې د کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان ده، دا مهال یي ۱۳،۱ میلیون وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. په دغه هیواد کې د بې کوره شوو کسانو شمیر ۶.۶ میلیونه کسانو ته رسیږي. پر دې سربیره له ۲۰۱۱م کال راهیسې چې کورنۍ جګړه پکښې پیل شوه پنځه میلیونه سوریایانو د پناه اخیستو له پاره نورو هیوادونو ته تللي دي.
مرکزي افریقا جمهوریت
مرکزي افریقا جمهوریت د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو شمیرل کیږي. اوس مهال په نورو هیوادونو کې د دغه هیواد د پناه غوښتونکو شمیر ۵۸۲ زرو تنو ته رسیږي، په داسې حال کې چې د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر یې بیا ۶۸۷۳۹۸ تنه دی. هلته پر بې وزلۍ سربیره د وسله والو ډلو او د خراب امنیتي وضعیت له کبله ځایي اوسیدونکي کډوالۍ ته اړ شوي دي.
اروپا
اروپا ته په ۲۰۱۸م کال کې د سمندر له لارې د رسیدونکو مهاجرو شمیر ۳۲۶۰۱ تنه دی او د مدیترانې سمندرګې له لارې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې ۶۴۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د یو ان اچ سي آر، په وینا په ۲۰۱۷م کال ۱۷۲۳۰۱، په ۲۰۱۶م کال کې ۳۶۲۷۵۳ په ۲۰۱۵م کال کې ۱۰۱۵۰۷۸ مهاجر اروپا ته رسیدلي دي. دغه مهاجر له منځني ختیځ، افریقا، ختیځي اروپا او همداشان له آسیايي هیوادونو راغلي وو.
يمن
په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف له هوایي بریدونو وروسته څه د پاسه ۱۹۲ زرو کسانو په نورو ګاونډیو هیوادونو کې پناه اخیستې ده. په یمن کې چې یو له غریبو هیوادونو څخه شمیرل کیږي پر بې وزلۍ او بې ثباتۍ سربیره وسله وال کړکیچونه د خلکو د تیښتي لامل شوي دي. په دغه هیواد کې اوس په میلیونونو کسانو بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
نایجيريا
په دغه افریقایي هیواد کې د تندلارې ډلې بوکو حرام، د حملو له کبله تر ۲۰۰ زرو زیات خلک نورو هیوادونو ته کډه شوي او د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۱،۷ میلیون ته رسیږي. په نایجیر، چاد او کمرون هیوادونو کې هم د بوکوم حرام د بریدونو له کبله شاو او خوا ۵۰۰ زره خلک بې کوره شوي دي.
جنوبي سودان
په جنوبي سودان کې له ۲۰۱۳م کال راهیسې د پیل شوي وسله وال کړکیچ له کبله د دغه هیواد تر ۲،۴ میلیونو زیات وګړي نورو هیوادونو ته کډه شوي دي. پر دې سربیره د هیواد دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر په سلونو زرو ته رسیږي.
پاکستان او افغانستان
په افغانستان کې د اویایمي لسیزې له پای او همداشان تر هغې وروسته د جګړې د دوام له کبله په میلیونونو افغانان ګاونډیو هیوادونو او په سلونو زره نور د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه شوي. په پاکستان کې اوس مهال یوازې د راجستر شوو افغان کډوالو شمیر ۱،۴ میلیونه ته رسیږي. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د کډوالو کوربه توب کوي. همداشان په ایران کې د راجستر شوو افغان کډوالو شمیر تر یو میلیون زیات دی.