د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې عجايب انتخابات
انتخابات نږدې د نړۍ په هر هیواد کې ترسره کیږي، خو دا بیا په هر ځای کې ځانته ځانګړنې لري او په ترڅ کې یې یو شمیر حیرانونکي پیښې هم رامنځته کیږي. له فضاء څخه د رای لیږدولو نیولې بیا د تشلو په وسیله تر رایو شمیرنې پورې.
د رای ورکونې عمر
په ټاکنو کې د رای ورکونې عمر د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې توپیر لري. د بیلګې په توګه د اتريش او برازیل اتباع له ۱۶ کلنۍ او د اندونیز تر ۱۷ کلنې وروسته خپلې رای کارولی شي. په ډیرو هیوادونو کې د رای ورکونې له پاره ۱۸ کاله معیار ټاکل شوی دی. د سویلي کوریا اتباع تر ۲۰ کلنۍ او د کامرون تر ۲۱ کلنۍ وروسته خپلې رای کارولی شي. د آلمان ایالتي ټاکنو له پاره ۱۶ او عمومي ټاکنو له پاره ۱۸ کلني معیار ګرځول شوی.
د شمالي کوریا ټاکنې
په شمالي کوریا کې هم په هرو پنځو کلونو کې د ولسي جرګې د استازو د ټاکنو له پاره عمومي انتخابات کیږي. هره سیمه یو نوماند لري چې البته د ولسمشر کم جونګ اون له خوا غوره کیږي. هغه کسان چې د وړاندیز شوي نوماند مخالف وي باید په ښکاره ډول په ځانګړو صندوقونو کې خپلې رای واچوي. دا کار د دې ښکاریندویې کوي چې د مخالفې رای کارونه به آسانه کار نه وي.
ګډون لازمي دی
د شمالي کوریا په ټاکنو کې ګډون اجباري دی چې سر شمیرنې ته ورته وي. د بیلګې په توګه د رایو پاڼې د کلي د نفوس پر ليست یا شمیر ویشل کیږي. که د یو چا نوم د رایو په ليست کې نه وي نوموړی کس له سختې سزا سره مخامخ کیږي.
د نا ګډون په صورت کې جریمه
په یو شمیر دیموکراتیکو هیوادونو کې هم رای ورکونه اجباري ده. د بیلګې په توګه کله چې په ۱۹۲۲م کال کې د استرالیا په ټاکنو کې د خلکو ګډون تر۶۰ سلنه ټیټ شو، حکومت رای ورکونه اجباري کړه. د عذر پرته په ټاکنو کې د نه ګډون جریمه تر ۱۵ ډالرو لوړ وټاکل شوه.
"د کرګدن نومول"
د برازیل د سائوپاۍولو اتباع چې له فساد او سوء استفادې څخه ستړي شوي ول، د ښاري شورای د انتخاباتو له پاره یې د ښار له ژوبڼ څخه د «کاکارکو» په نوم یو کرګدن کاندید کړ. جالبه خو دا ده چې دغه کرګدن۱۰۰۰۰۰ رای ترلاسه کړې او د خبرونو په سرټکو کې یې ځای ونياوه. د کاکارکو د انتخاباتو مفهوم د اعتراضي انتخاباتو په معنی د برازیل سیاسي کلتور ته لاره پيدا کړې.
د يوه ټوکي بريا
د سائوپائولو ښار یوه بله په زړه پوري پيښه. د الیویرا سیلوا په نوم یو جوکي یا ټوکي چې په برازیل کې ډیر مشهور وو د خپل ټاتوبي د استازي په توګه یې په ټاکنو کې ګډون وکړ. هغه د ۳ / ۱ میلیونه رایو ترلاسه کولو سره پارلمان ته لاره پیدا کړه. هغه په خپل ټاکنیز کمپاین کې دغه شعار لاره: «دا چې د کانګرس یو استازی څه کوي په رښتیا هم نه پوهیږم، خو ماته رایه راکړئ تر څو وروسته بیا تاسې ته ووایم».
له فضاء څخه د رای لیږد
په ۱۹۹۷م کال کې د امریکا په تگزاس ایالت کې یو قانون تصویب شو چې امریکايې فضانوردان هم کولی شي په ټاکنو کي خپلې رای وکاروي. لومړۍ رایه امریکایې فضانورد دیوید آ. ولف (منځنې کس)، په ۱۹۹۷ کال کې له فضاء څخه وکاروله.
پنځه اونیزي ټاکنې
په هند کې تر۸۰۰ میلیونو ډیر خلک د رای ورکونې د شرایطو درلودونکي دي. حکومت د دغو پراخو ټاکنو ترسره کولو له پاره په اونیو اونیو وخت ته اړتیا لري. د بیلګې په توګه په ۲۰۱۴م کال کې د پارلمان د ۵۴۳ استازو د ټاکنې له پاره د انتخاباتو لړۍ پنځه اونۍ وخت ونیو.
په مردکو رايه ورکول
د ګامبیا هیواد ۵۸ سلنه خلک بی سواده دي. د دې ځای خلک په یوه فلزي سطل کې چې د نوماند انځور پرې لګیدلی وي د یوې مردکي (تشلې) په اچولو سره خپله رای کاروي. په سطل کې د تشلې تر لوېدلو وروسته یو غږ(ډنګ) اوریدل کیږي، که چیري دا ډنګ دوه ځله واوریدل شي مسئولین متوجه کیږي چې درغلي شوې ده.
د شمیر ابزار
په ګامبیا کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ځانګړو ابزارو څخه استفاده کوي، تر څو هغه تشلی چې د رایو په توګه په صندوق کې اچول شوي دي په سمه توګه وشمیرل شي.