1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميليونران او ميليارډران په ډيرې چټکۍ لا پيسه داريږي

۱۳۹۷ خرداد ۲۶, شنبه

د بوستون مشورتي ډلې اعلان کړی دی چې په ۲۰۱۷م کال کې د نړۍ د شخصي سرمايو ارزښت څه باندې ۲۰۱،۹ تريليون ډالرو ته رسيدلې ده. دغو سرمايو په ځانګړې توګه په وروستيو پنځو کلونو کې ډير چټک پرمختک لرلی دی.

https://p.dw.com/p/2zg1V
Peru - Feria de las Alasitas
انځور: M. Golte

په ۲۰۱۷م کال کې د شخصي سرمايو ارزښت، څه باندې ۲۰۱،۹ تريليون ډالرو ته رسيدلی وو. د بوستون مشورتې ډلې (Boston Consulting Group) په خپل يوه رپوټ کې چې د تيرې پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جون ۱۴مه) په نيويارک کې خپور شو، ويلي دي چې شخصي سرمايې په ۲۰۱۷م کال کې د ۲۰۱۶م کال په پرتله، ۱۲ سلنه لوړه شوې ده. دغې ادارې ويلي دي چې د سرمايې د لوړيدو تر ټولو  چټک پرمختک په ورستيو پنځو کلونو کې وو. د بوستون مشورتې ډلې ويلي دي چې ټول، لا پيسه داره کيږي.

په دغه رپوټ کې راغلي دی چې، ميليونران او ميليارډران چې په حاضر وخت کې د نړۍ نژدې ټوله سرمايه په اختيار کې لري، په ۲۰۱۲م کال کې يې د نړۍ د ۴۵ سلنې څخه هم د لږ سرمايې خاوندان ول.

دا په دې معنی ده چې اوس سرمايه داران د پخوا په پرتله ډير پيسه دار شوي او دغه بدلون په لنډه زماني فاصله کې رامنځ ته شوی دی.

په نړۍ کې د سرمايې تر ټولو زيات تمرکز

شمالي امريکا د لږ څه باندې ۸۶ تريليون ډالرو، د نړيوالې سرمايې خاونده ده.

د بلومبرګ رپوټ پر اساس، د سهام بازار پرمختک، سرمايې زيرمه کړې او هغه سرمايه داران چې له امريکا څخه بهر ول، د پيسو نرخ له بدلون څخه يې ښې ګټې اوچته کړې. په دې ترتيب د نړۍ مهمې پيسې د ‌ډالرو په مقابل کې ځواکمنې شوې.

د بوستون مشورتي ډلې د پروژې مشره آنا زاکشفسکي په خپلې يوې بيانيه کې ويلي دي: «دغه واقعيت چې د ميليونرانو سرمايه د لا ډيريدو په حال کې ده، په دې معنی نه ده چې بې وزلي خلک لا بې وزلي کيږي.» هغې د خپلې بيانيې په دوام ويلي دي: « دغه [خبره] په دې معنی ده چې ټول پیسه دار کيږي. په مشخصه توګه، موږ په دې عقيده يو چې ميليونران غواړي په چټکۍ سره لا پيسه داره شي.»

China Arbeiter des Jingtang-Stahlwerks in Tangshan
«په چين کې به د ميليونرانو شمیر څلور برابره لوړ شي.»انځور: Imago/Xinhua

 په سرمايو کې د آلمان موقف

په آلمان کې د سرمايې توليد، ۴،۳ سلنه لوړ شوی دی او په ۲۰۱۷م کال کې دغه توليد ۷،۵ ميليارده ډالرو ته رسيدلې دی. د سرمايې د زيرمه کولو له اړخه، آلمان اوس هم په نړۍ کې خپل پنځم ځای ساتلی دی.

د امريکا متحده ايالات د ۸۰،۵ زره ميليارد ډالرو (۸۰،۵ تريليون ډالر) په لرلو، د نړۍ ريګارډ لرونکی هيواد دی. چين د ۲۰،۷ او جاپان د ۱۶،۸ زره ميليارډ ډالرو سره په پر له پسې توګه په دوهم او دريم ځای کې قرار لري.

بريتانيا د ۹،۳ زره ميليارډ ډالرو په درلودو، له آلمان څخه مخکې ده او په خپل کور کې د نړۍ تر ټولو زياته سرمايه لري. دې سره آلمان د ډيرو ميليونرانو او ميليارډرانو د لرلو له اړخه د نړۍ اووم نمبر هیواد دی.

«په چين کې به د ميليونرانو شمیر د امريکا څلور برابره شي.»

په چين کې شخصي سرمايې د مرخيړيو په څير په چټکۍ د لوړيدا په حال کې دي.  چين کې شخصي سرمايې په ۲۰۱۶م کال کې ۱۹ سلنه لوړوالی درلود او دې سره، د سرمايې اندازه ۳۶ تريليون ډالرو ته رسيدلې ده. له دغې سرمايې څخه ۵۷ سلنه يې د چين د اتباعو سهم يا برخه ده. 

د زاکشفسکي د رپوټ پر اساس، چين د ۲۰۱۶م کال تر ټولو لوی ګټونکی وو او په حاضر وخت کې د اقتصادۍ سرمايي له اړخه د نړۍ دوم هيواد دی. هغې ويلي دي چې چين په وروستيو پنځو کلونو کې له جاپان څخه مخته شوی دی.

چين تر امريکا وروسته تر ټولو زيات ميليونران او ميلياردران لري او دا يې د سرمايې د توليد په برخه کې د پرمختګ تر ټولو لوی ماشين، او یا هغه افراد دي چې د ۲۵۰ زره ميليون ډالري سرمايو خاوندان دي.

 د نړۍ تر ټولو لوړ سرمايه لرونکي

د بوستون مشورتي ډلې د پروژې مشرې آنا زاکشفسکي زياته کړې ده، چين به په دې لاره کې خپل مزل ته ادامه ورکړي او دا په دې معنی ده چې په چين کې به په راتلونکو پنځو کلونو کې له امريکا څخه ډيره سرمايه توليد شي.

زاکشفسکي په دې اړه زیاتوي: «په چين کې به د ميليونرانو شمير څلور برابره لوړ شي.»

د فوربز مجلې له لوري د خپور شوي تر ټولو نوي لست په حواله، د آمازون خدماتي شرکت مشر جف بزوس د ۱۱۲ ميليارد دالرو په لرو د نړۍ لمړنی يا تر ټولو زيات سرمايه لرونکی شخص دی. د مايکروسافت شرکت مالک بیل ګيټس د ۹۰ ميليارډ دالرو سرمايې په لرو په دوهم ځای کې قرار لري. وارن بافت له امريکا، برنارد آرنالت له فرانسې او د فیسبوک موسس مارک زاکبربرګ په ترتيب سره په دريم، څلورم او پنځم ځايونو کې قرار لري.

په ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: