د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په هند کې يوه ډير خطرناک ويروس ۱۰ کسان وژلي
په هند کې يوه ډير نادر ويروس چې د والگي په څیر نخښنې لري، ۱۰ کسان وژلي دي. د نيپا (Nipah) په نوم دا ويروس د هند د جنوب په کيرالا ښار کې خپور شوی دی. دا د مغزو د التهاب سبب گرځي او انسانان په ډير کم وخت کې له منځه وړي. د کيرالا ايالت د عامې روغتيا وزير ويلي چې لومړی پيښه د جمعې په ورځ په کوزيکود ولسوالۍ کې ثبت شوې وه. ويل کيږي چې دا ويروس ښايي د ماښام څک لکۍ له لارې انسانانو ته انتقال شوی وي.
کندهار: موټر بم چاودنې ۱۶ تنه وژلي
د چارواکو په وينا په کندهار کې د يوه موټر بم بريد په پايله کې ۱۶ انسانان وژل شوي دي. ويل شوي چې په کندهار ښار کې په يوه ټونس موټر کې د چاوديدونکو د چاودنې په دې پيښه کې نور ۳۸ تنه ټپيان شوي هم دي. ويل شوي چې په قربانيانو کې ډير ماشومان هم دي. تر اوسه کومې ډلې د پيښې مسوليت نه دی منلې. د کندهار د ملي امنيت چارواکو له خوا ويل شوي چې په چاوديدونکو توکو بار دغه موټر په يوه سرای کې موندل شوي وو.
په کراچۍ د گرمۍ سختې څپې ۶۵ وژلي دي
په کراچۍ ښار کې د گرمې سختې څپې ۶۵ تنه وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د بريښنا نه شتون وضعيت لا پسې خراب کړی دی. د ايدهي د مرستندويه ټولنې وياند انور کاظمي، وويل چې په تيرو څلورو ورځو کې ورته ۶۵ جسدونه ور وړل شوي دي. د پاکستان د هوا پيژاندنې ادارې ويلي دي چې اوس په ښار کې د تودوخې درجه ۴۴ ده او د هوا د لا توديدو اټکل یې کړی دی. د هوا د تودوخې له کبله د ښار په روغتونو کې بيړنۍ حالت اعلان شوی دی.
په چين کې د بشري حقونو يو فعال د بند په سزا محکوم شوی
په چین کې د بشري حقونو په خټه تبتی فعال تاشي وانگچوک د يوې مرکې له کبله د پنځوو کالو د بند په سزا محکوم شوی دی. د نوموړي وکيل تائيد کړې چې د ياشو ښار يوې محکمې دغه ۳۲ کلن فعال مجرم بللی دی. د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼې په يوه ويديو کې چې په ۲۰۱۵م کال کې جوړه شوې وه، تاشي پکښې په تبت کې د بشري حقونو پر وضعيت نيوکې کړې وې. نوموړی د ۲۰۱۶م کال راهيسې په زندان کې دی.
آلمان: محکمې د کاتالونيا د پخواني مشر پوجدمون سپارل رد کړي دي
د آلمان د شليسوگ هولشتاين ایالت عالي محکمې هسپانوي مقاماتو ته د کاتالونيا د بيلتون غوښتونکي مشر کارلس پوجدمون د سپارولو له پاره د نوموړي توقيفي بند رد کړی دی. ويل شوي چې محکمې د عمومي څارنوالۍ هغه اړونده عريضه رد کړې ده چې هسپانیې ته د پوجدمون د تسليمولو غوښتنه پکښې شوې وه. هسپانيا غوښتنه کوي چې د کاتالونيا د پخواني حکومت مشر بايد د بغاوت له کبله دوی ته تسليم کړل شي.
«د جزا نړيواله محکمه دې د اسرائيلو په اړه پلټنې وکړي»
د فلسطنيانو خپلواکمنې ادارې د منځني ختيځ د کړکيچ په ترڅ کې د جزا د نړيوالې محکمې له خوا د پلټنو د ترسره کولو له پاره غوښتنليک وړاندې کړی دی. د بهرنيو چارو وزیر رياض المالکي په دنهاک کې چارواکو ته يو اړوند ليک وسپاره. په دې ليک کې پر نورو سربيره د اردن سيند په لويديځه غاړه او په ختيځ بيت المقدس کې د اسرائيلو له خوا د مېنو جوړول او همدا راز د مظاهره کونکو وژل د جنايت په توگه ياد شوي دي.