د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
ترمپ غواړي پر سوريه توغندي وتوغوي
د امریکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر خپله ټويټرپاڼه اعلان کړی چي غواړي پر سوريه توغندي وتوغوي. نوموړي روسيه ته د سوريې د واکمن بشارالاسد له ملاتړ کولو څخه هم خبرداری ورکړی دی. ترمپ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي « راکټونه به درسي.» ترمپ تر هغه وروسته چي د سوريې پر دوما ښار باندي د کيمياوي بريد خبرونه خپاره سول، وويل چي د دغه بريد مسؤلين به «ستر قيمت ادا کړي.»
نښې نښاني زياتي سوي چي د سوريې په دوما کي بريد کيمياوي ؤ
د روغتيا نړيوال سازمان وايي چي ښکاره نښانې سته چي د سوريې په دوما سيمه کي تر سره سوی بريد کيمياوي ؤ. ياد سازمان په ژنيف کي ويلي دي چي د ۵۰۰ اغېزمنو انسانانو روغتيايي حالت پر زهرجنو کيمياوي موادو دلالت کوي. د روغتيا نړيوال سازمان په دې برخه کي د ځايي روغتيايي همکارانو پر معلوماتو تکيه کړې ده.
افغان چارواکی: پاکستان پر کونړ ۲۰۰ راکټونه توغولي دي
د کونړ ولايت وياند عبدالغني مسمم ويلي دي چي د سه شنبې په ورځ ناوخته د دغه ولايت په سرحدي سيمه کي د پاکستان له اړخه په راکټي بريدونو کي يو کس وژل سوی او نژدې ۳۰۰ نور تېښتي ته اړ سوي دي. دغه افغان چارواکي ويلي دي چي پاکستان د افغانستان پر خاوره تقريبا ۲۰۰ توغندي توغولي دي. د افغان چارواکو پر دغه تازه ادعا پاکستان تر اوسه پوري غبرګون نه دی ښوولی.
الجزاير ـ د نظامي الوتکي حادثې ۲۵۷ انسانان وژلي
په الجزاير کي د يوې پوځي الوتکي د لوېدو په پېښه کي ۲۵۷ انسانان وژل سوي دي. د دغه هيواد د دفاع وزارت ويلي دي چي په وژل سوو کي د الوتکي ۱۰ کسيزه عمله او ۲۴۷ سپارلي شامل دي. ويل سوي دي چي په دغه الوتکه کي د پوځيان او د هغوی کورنۍ سپرې وې.
ميانمار ـ په لومړي ځل عسکر د روهنګيا په وژنو محاکمه سول
په ميانمار يا برما کي د روهنگيا مسلمان اقليت د لسو غړو د وژنو په تور په لومړي ځل عسکر محاکمه سول. د برما د لوی درستيز مين آنګ هلاينګ پر فيسبوک ليکل سوي دي چي د تړلو دروازو تر شا تر سره سوې دغه محاکمه کي د پوځ څلور صاحب منصبان او درې عسکر په لسو کالو بند او اجباري کار محکوم کړل سول.
په اذربايجان کي د ولسمشرۍ ټاکنې ادامه لري
په اذربايجان کي د ولسمشرۍ ټاکنې پېل سوي دي. اټکل کيږي چي له ۱۵ کالو راهيسي واکمن ولسمشر الهام علي يېف به يو ځل بيا دغه ټاکنې وګټي. اپوزيسيون ګوندونو له دغو ټاکنو څخه پرېکون اعلان کړی او پکښي برخه نه اخلي. دغو ګوندونو له غېر عادلانه ټاکنيز کمپاين څخه شکايت کړی او ويره لري چي په ټاکنو کي به درغلۍ وسي.